د نیوزیلېنډ توپوهونکي ډیوُن کانوی په ټېسټ لوبو کې ریکارډ جوړ کړ 

د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیل کړه، په دې لوبو کې د نیوزیلېنډ توپوهونکي ډېوُن کانوی چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې یې د بنګله دېش پر وړاندې له ځانه وړتیا ښودلې وه، په ټېسټ لوبو کې یې هم د انګلستان د بالرانو زړه شین کړ او بالاخره رن اوټ شو.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې د شپږو نورو لوبغاړو سره په ریکارډ کې ځان شریک کړ.

کانوی وتوانېد چې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې غبرګې سلیزې ووهي او د نیوزیلېنډ منډې یې تر ۳۷۸ پورې ورسولې.

په څلورمه وېکټ کانوی او نیکولس نږدې ۲۰۰ منډې ملګرتیا هم وکړه او هینري نیکولس بیا په ۶۱ منډو وسوځېد او اوږده ملګرتیا یې ماته شوه.

د انګلستان لپاره رابېنسن څلور او مارک ووډ درې وېکټې ترلاسه کړې.

کانوی د نیوزیلېنډ لپاره دویم توپوهونکی شو، چې په خپله پیلیزه لوبه کې غبرګې سلیزې وهي.

د ټېسټ لوبو هغه توپوهونکي چې په خپلو پیلیزو لوبو کې یې غبرګې سلیزې وهلي

د رېګ فوسټر په نامه انګلستاني لوبغاړي په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۲۸۷ منډې کړې وې.

د افریقا جېکس روډولف ۲۲۲ منډې کړې وې، لاورېنس روی د ویسټ انډیز لپاره ۲۱۴ منډې کړې وې، د نیوزیلېنډ لپاره متیو سېنکلېر ۲۱۴ منډې کړې وې، د ویسټ انډیز کایل مایرس ۲۱۰ منډې کړې وې، د سریلانکا برېنډن کوروپو ۲۰۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې او د نیوزیلېنډ لپاره ډیون کانوی ۲۰۰ منډې ترسره کړې.

کانوی د کیڼ لاسو توپوهونکو په ډله کې درېیم توپوهونکی شو، چې ۲۰۰ منډې کوي.

روډولف ۲۲۲ او مایرس هم ۲۱۰ کړې وې، دوی دواړه هم کیڼ لاسي دي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ