هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

د نوي کار د پيل لپاره ۵ مهم ټکي

د انبيا ژمن ژباړه

خامخا پوهېږى چې د کومې دندې په مرکه کې چې ترسره کوى يې لومړۍ اغېزه ډېر اهميت لري. ښايي دا ټکى مو منلى هم وي، ځکه چې اوس يو نوى کار لرئ.

آيا پوهېدئ چې د يوه نوي کار په پيل کې هم لومړى اغېزه اهميت لري؟ د څو لومړيو، ګړيو، ورځو يا آن اونيو په اوږدو کې چې نوى کار پيولوى، ستاسو نوى رييس او ملګري ستاسو په اړه خپل فکر اړوي او همدا مسئله هغه پاتې وخت چې له دې ګومارونکي سره يې تېروى ټاکي. د بېلګې په توګه که په هماغه پيل کې د داسې وګړي په توګه چې د مسئوليت له منلو څخه ځان تېروئ وپېژندل شئ په ډېرې ستونزې سره به وکولى شئ هغه سرېښ چې په تاسو باندې نښلېدلى دى وشکوئ او خپل دريځ ته بدلون ورکړئ، آن که په حقيقت کې لياقت يې هم ولرئ. د دې برعکس که په څو لومړيو اونيو کې سخت کار وکړئ، په راتلونکي کې ستاسو رييس او ملګري به په ډېره آرامۍ ستاسو له تېروتنو څخه تېر شي.
لاندې ۵ هغو ټکو ته اشاره کوم چې کولى شي په فوق العاده توګه ستاسو په رييس او ملګرو باندې اغېز وکړي.

١- د کارونو په منځ کې لږ آرام وکړئ

که د يوه نوي کار په لور له خوځښت څخه مخکې لږ دمه وکړئ او ذهن مو آرام وساتئ، کولى شئ مخکيني کاري پلانونه له خپل ذهن څخه پاک او ځان نويو پروګرامونو ته چمتو کړئ. انسانان عادتي مخلوقات دى. هره دنده، په ځانګړې توګه هغه کار چې ډېر وخت مو په کې تېر کړى وي، ستاسو په ژوند کې يو ډول خوى او عادت رامنځ ته کوي او سبب کېږي پرته له دې چې تاسو وغواړئ، بدلون ته ميل ونه لرى. د مخکيني او هغه کار چې غواړى نوى يې پيل کړى په منځ کې څو ورځې استراحت کولى شي له تاسو سره مرسته وکړي چې ځان له نوي کار او چاپېريال سره د عادت لپاره چمتو کړى.

٢- څېړنه وکړئ
ښايي چې د مرکو او کار په لومړيو کې مو د خپل ګومارونکي په اړه ښه څېړنه کړې ده. اوس وخت رارسېدلى چې خپلې څېړنې ختمې کړئ او د نوي ګومارونکي په اړه مو خپل درک بشپړ کړئ. که د خپل مخکيني او نوي کار تر منځ څو ورځې دمه وکړئ کولى شئ له هغه وخت څخه د دې موخې لپاره ګټه پورته کړئ. د نوي ګومارونکي په اړه د څېړنې لپاره د دې نوي شرکت په اړه هره ليکنه له تاسو سره مرسته کوي چې له دې جملې څخه يو هم د کار کوونکو لارښوود کتاب دى. ستاسو موخه دوه اړخه لري: يو، د هغه کار په اړه پوهېدل چې ستاسو شرکت يې ترسره کوي او دا چې تاسو د هغوى لپاره څه په درد خورئ او بل دا چې پوه شئ له خپل کاري چاپېريال څخه څه تمه لرئ. که تاسو او يا په شرکت کې کوم بل کس ستاسو د تخصص اړوند کوم څوک پېژني، پلان جوړ کړئ او له ملاقات څخه يوه ورځ مخکې د غرمې يا يوې قهوې لپاره له هغوى سره د کتنې وخت وټاکئ او په دې کړنلارې سره له هغوى څخه مالومات ترلاسه کړئ.

٣- مسلکي جامې واغوندئ
د يوه منظم او مرتب ظاهر ښکاره کول ستاسو د کار په عادت او برخې باندې مثبته اغېزه کوي. په پايله کې، کله چې نوى کار پيلوئ، بايد د خپل کار له سطحې څخه يوه يا دوې درجې لوړې جامې واغوندئ. کله چې څو مهمې او حياتي ورځې تېرې شوې، کولى شئ لږ آرامې جامې واغوندئ؛ له دې پرته چې اندېښمن شى نور و انګېري ستاسو مالي وضعيت ښه نه دى.

٤- ژر راشئ وروسته لاړ شئ
که داسې وي چې له هر چا څخه وروسته شرکت ته داخل شى او له هر چا څخه ژر بهر شى ، سبب کېږي چې نور و انګېري چې تاسو په هغه چاپېريال کې د شتون علاقه نه لرئ. دا کېداى شي ډېر خطرناک وي، په ځانګړې توګه د کار په څو لومړيو اونيو کې مو. په بدل کې، هڅه وکړئ تل له نوروڅخه لږ مخکې د خپل کار ځاى ته ورسېږئ او د هغه ځاى د پرېښودلو لپاره هم بيړه ونه لرئ. دا کار سبب کېږي ټول و انګېري چې له خپل کار سره مينه لرئ او وروسته په راتلونکي کې که کومه ورځ ناوخته کار ته ورسېږئ ټول فکر کوي چې خامخا مو کومه مهمه ستونزه لرله.

٥- خپل ملګري (همکاران) وپېژنئ
په خپل کاري ځاى کې د پخېدو لپاره بايد کوښښ وکړئ ځان د شرکت په ټولنيز جال کې ګډ کړئ. که خوښېږي مو او که مو نه خوښېږي، د ورځې ډېرى ګړۍ له همدې وګړو سره تېروئ. سربېره پر دې، د دې وګړو آندونه کولى شي په کار کې ستاسو پر برياليتوب نېغه اغېزه ولري او همدارنګه سبب کېږي په کاري محل کې له خوښيو ډکې شېبې ولرئ. هر کار چې کوئ، کوښښ کوئ چې ځان له ملګرو څخه لرې نه کړئ. سره له دې چې کېدى شي خوښېږي مو له خپلو مخکينيو ملګرو سره غرمه وخورئ؛ خو په دې کار سره خپلو نوو ملګرو ته يواځې ښيئ چې تاسو يو له هغوى څخه نه ياستئ. نو هڅه وکړئ چې له خپلو نوو ملګرو سره د غرمې او چى خوړلو په وخت کې اړيکه ټينګه کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */