افغانستان کلتور او هنر مخکښان

د پېړۍ غوره سندره؛ د ډاکټر نجیب مینه وال فرهاد دریا یې را پېژني

لیکنه: صادق طارق
اعلان

د افغاني موسیقۍ یو لوی نوم فرهاد دریا څه موده مخکې د یک ټلویزون له کاکتوس خپرونې سره مېلمه و.

په دې خپرونه کې له دریا څخه د نورو جالبو پوښتنو ترڅنګ دا پوښتنه هم وشوه، چې د ده له نظره د پېړۍ غوره سندره کومه یوه ده؟

د دریا ځواب

فرهاد دریا دغې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې د ده له نظره د پېړۍ غوره سندره دا کیدای شي:
ستا د سترګو بلا واخلم، بیا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطانه شي، ما منلې غرغرې دي

ددې شعر شاعر د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی شاعر شهید امان الله سېلاب ساپی دی.

یاد شوی شعر په لومړي ځل د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي استاد اولمیر ویلی.

تر هغه وروسته د فرهاد دریا په ګډون ګڼو نورو سندرغاړو هم ویلی، چې د مینه والو په وینا یې تراوسه دغه شعر خپل ارزښت نه دی کم کړی.

دریا پښتون دی که تاجیک؟

فرهاد دریا په یاده خپرونه کې په دې هم وپوښتل شو، چې په قوم پښتون که تاجیک دی؟
هغه سره له دې، چې د معلوماتو له مخې پښتون او د کندوز د مشهور خان (شېرخان) لمسی دی، خو دغې پوښتنې سره یې حساسیت وښود.

دریا وویل: دا مهمه نه ده، زه افغان یم او داسې پوښتنو سره هیڅ دلچسپي نه لرم.

نوموړي په دې اړه کیسه وکړه او ویې ویل، چې یو ځل یې مشر ورور سره د تذکرې اخیستو لپاره لسګونه کاله مخکې د احصایې ادارې ته تلی و، چې هلته هم له ورته پوښتنې سره مخ شوی و.

د دریا په خبره ده او ورور ته یې دا پوښتنه حیرانونکې وه، ځکه خو یې یو بل ته کتلي وو او حیران شوي وو.

دریا او افغان سیاستوال

فرهاد دریا په یاده مرکه کې له څلورو تصویرونو سره مخ شو. ده ته د ولسمشر غني، حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او ډاکټر نجیب الله عکسونه په یوه ګډ عکس کې کیښودل شول، چې له منځه یې یو تن د خپلې خوښې سیاستوال وټاکي.

نوموړي ټینګار کاوه، چې د سیاستوال له مشخصولو به تېرشي، خو مرکیال اړ ویست.

ده یې په ځواب کې وویل: کرزی مې هم خوښ دی، غني مې یو ځل لیدلی او هغه مې د توقع خلاف ما نه د هنر او فعالیتونو په اړه مې ژورې پوښتنې کړي، ډاکټر عبدالله سره کورنی شناخت لرم، خو د خوښې سیاستوال مې ډاکټر نجیب الله و.

دریا او سوله

فرهاد دریا همدا شان د سولې د روانو هڅو په اړه وپوښتل شو، چې که د یوه مطرح هنري فعال په توګه په دغو مذاکراتو کې له طالبانو سره خبرو ته کینول شي، حاضر دی؟

د ده ځواب دا و، چې سیاست په دقت سره تعقیبوي، خو هیڅ لېواله نه دی، چې سیاسي وغږیږي یا سیاستوال شي.

دریا ویل: زه حاضر یم، چې د یوه څارونکي په توګه هلته کینم، د دواړو لوریو خبرې واورم او وروسته خپل خلک ورڅخه خبر کړم، مګر د مذاکراتو د یوه اړخ په توګه ناستې ته نه یم حاضر.

فرهاد دریا او د هغه میرمن سلطانا

له مېرمنې وېریدونکی فرهاد

فرهاد دریا په دغه مرکه کې ومنله، چې خپله مېرمنه (سلطانه) ورته تر هرچا زیات ارزښت لري او خورا ورته ګرانه ده.

ده په عامه اصطلاح دا هم ومنله، چې له مېرمنې وېریږي، خو بیا یې وویل، چې ډېر ګرانښت ته نه باید د وېرې نوم ورکړل شي.

فرهاد دریا د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ده د ځوانۍ په سندرو کې یو ډېر یاد شوی نوم ( فرشته) څوک وه؟ وویل: دا یو خیالي نوم دی، واقعیت نه لري.

هغه د لا سپیناوي لپاره دا هم وویل، چې د : فرشته جان دو چشم تو دو مصره یک غزل است) سندره یې د مېرمنې ډېره خوښیږي او وخت په وخت یې ورباندې وایي.

د فرهاد دریا په اړه نور معلومات

د نورو معلوماتو لپاره پر دې لینک کلیک وکړئ او د یاران وېب پاڼې یو جالب مطلب، چې څو میاشتې وړاندې خپور شوی، ولولئ:
https://yaraan.com/farhad-darya/

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق