په لښکرګاه کي د قرنطين حالت تغير وکړ!

خبريال: مدثر دعوت
د کرونا ويروس د مخنيوي کميټې د لښکرګاه ښار د قرنطين په اړه نوي پريکړي وکړې.
په تيرو دوو اونيو کي د لښکرګاه ښار تر نيمه قرنطين وروسته د کرونا د مخنيوي کميټې نوي پريکړي وکړې او د قرنطين په حالت کي يې تغير راويستی.
که څه هم نن په لښکرګاه کي د کرونا ويروس بله پيښه هم ثبت سوه چي ټولټال شمير يې ۱۸ ته ورسيدی خو د روژې د مياشتي او د خلکو د اړتيا په خاطر لاندي پريکړي ترسره سوې.

د لښکرګاه ښار د قرنطین په اړه لاندي نوي پریکړې وسوې:
۱: خوراکې او غیر خوراکې توکو دوکانونه به د سهار له ۵ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې خلاص وي، خو تر څلورو بجو وروسته بیا ټول دوکانونه مطلق بند دي.
۲: هر دوکاندار مکلف دی چي ماسک او دستکشي ولري او بیا مشتریانو ته سودا ورکړي.
۳: هر دوکاندار مکلف دی چي د خپل دوکان مخې ته د اوبو ترموز او صابون ولري او مشتریان هم مجبور کړي چي مخکې له سودا اخیستلو خپل لاسونه پریوي.
۴: هر دوکاندار مکلف دی چي خپل دوکان هره ورځ دوا پاشي کړي.
۵: د شپې مهال په لښکرګاه ښار کې پر موټرسیکل ګرځېدو بندیز دی.
۶: حمامونه ، هوټلونه ، قیلون خانې ، تفریحې ځایونه ، سلمانۍ په مطلق ډول بند دي.

د قرنطين دا پريکړي د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره وسوې، که چيري دکانداران يادي پريکړي په ښه ډول عملي کړي او د کرونا ويروس کنټرول وو نو د کرونا ويروس کميټه وايي چي د خلکو د اسانتيا لپاره به نوري پريکړي هم وکړي.

د کرونا ويروس د کميټې غونډه چي د هلمند والي جنرال ياسين خان په مشرۍ جوړه سوې وه د بيوزلو کورنيو سره د مرستو د پيلولو خبري هم وسوې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.