فبروري 26, 2021

هلمند کي په کرونا ويروس اخته کسانو شمير ۹ ته ورسيدی.

خبريال: مدثر دعوت
لښکرګاه کي نن د کرونا ويروس ۷ نوري مثبتي پيښي ثبت سوې.
د هلمند ولايت مقام وايي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۷ مثبت پيښي ثبت سوي، ۳ پيښي د کرونا ويروس د پخواني ناروغ د کورنۍ سره تړاو لري او څلور نور کسان د لښکرګاه ښار په بيلابيلو ناحيو کي اوسيږي.
په تازه پيښو کي څلور نارينه او ۳ ښځي دي.
هلمند کي تر دې مهاله د کرونا ويروس ټولي ۹ پيښي ثبت سوي چي پنځه کسان د يوې کورنۍ غړي دي.
د هلمند ولايت مقام او د عامي روغتيا رياست د تيرو څو ورځو راهيسي د کرونا ويروس په وړاندي د پوره چمتووالي خبرونه خپاره کړي خو لا تر اوسه هم د کرونا په ويروس مبتلا ناروغان د بست روغتون په يوه اطاق کي اوسيږي.
څو ورځي وړاندي د عامي روغتيا رياست ويلي وه چي د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره يې ۱۰۰ بستريز روغتون ځانګړی کړی خو لا تر اوسه هم طبي وسايل او روغتيا پالان ياد روغتون ته ندي مشخص سوي.

د هلمند اوسيدونکي د حکومتې چارواکو د پڅ حرکت څخه ناهيلي دي او ويريږي چي د دوی دا ناغيړۍ به هلمند د ناورين سره مخ کړي.
هلمنديان وايي د نورو ولايتونو څخه راتلونکي کسانو لپاره د ښار په دروازو کي د سکرينينګ لپاره هيڅوک نسته او نه هم له چا پوښتنه کيږي چي له کومه راغلی او چيري اوسيږي، د عامي روغتيا رياست هرڅه تر فيسبوک پوري محدود کړيدي.
عبدالباري چي په لښکرګاه ښار کي دکاندار دی ياران ته وويل” لښکرګاه کي د اوس لپاره لويه ستونزه د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره دځای کموالی دی او داچي خلک هره ورځ دومره کار کوي چي يوازي د ماښام لپاره د خپلي کورنۍ نفقه برابره کړي،خو دا چي اوس ښار قرنطين دی خلک له ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي د حکومتي چارواکو څخه هيله کوو چي تر غريبو او اړمنو کورنيو پوري په شفاف ډول مرستي ورسوي”.
دی وايي مالومه نده چي تر کومه به زموږ دکانونه بند پاتي وي خو دده په وينا د عامي روغتيا د مسولينو څخه پدې خاطر ناهيلی دی چي د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره چي څومره امکانات لري هغومره هڅي نکوي.

د عامي روغتيا وزارت وايي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي په کابل، هلمند،کندهار ،نيمروز،کندز او تخار ولايتونو کي ۵۸ مثبت پيښي ثبت سويدي.
په ټول هيواد کي په کرونا ويروس ۶۶۵ کسان اخته دي ،۳۸ کسان بيرته جوړ سوي او ۲۱ کسان مړه سويدي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ