افغانستان بریا او پرمختګ سیاست

د نوي او زاړۀ جګړه/ احسان الله درمل

لیکنه: ياران

لیکنه: ډاکټر احسان الله درمل

د transition یا انتقال له دورې ټول ملتونه تېر شويدي. دا دوره د زړو او نویو ارزښتونو د ټکر دوره وي. د نړۍ تاریخ ولولئ، د هر ملت په تاریخ کې د زاړه او نوي نسل ترمنځ ښکاره یا پټه جګړه شوې ده. زوړ نسل خپل ارزښتونه لري، دا ارزښتونه ممکن سم وي یا ناسم؛ ممکن ملت محوره وي یا شخص محوره خو نوی نسل ورسره نه جوړېږي. نوی نسل د زاړه هغه پر ارزښتونو ورو، ورو شکمنېږي؛ فکر پرې کوي؛ پروټسټ کوي او بلاخره داسې وخت هم را رسېږي چې پر دې بتانو تبر پورته کوي.

د انتقال دوره له ستونزو او شخړو ډکه دوره ده؛ زوړ نسل د خپلو ګټو، عادتونو او سل زورو نورو دلایلو پر بنسټ مقاومت کوي؛ د نوي نسل نخبه ګان بدناموي، تکفیروي او حتی وژني یې.

د اروپا د رنسانس تاریخ همدا د انتقال د دورې کیسه ده؛ یو نسل د تیارو، خرافاتو، شخصي ګټو او شخصي غریزو پر بنسټ د خلکو لپاره ارزښتونه تراشي. دا ارزښتونه ټول پر دې راڅرخي چې څنګه سلطان د خلکو پر اوږو سپور پاتې شي او څنګه خلک ړانده او استحمار شي. سلطان د دې ارزښتونو د تداوم او حقانیت د اثبات لپاره له پاپ او کلیسا مرسته غواړي. پاپ او کلیسا دغه ارزښتونه دومره مقدس کړي چې د شک کوونکیو سزا په مرګ هم نه معافېږي.

د ننۍ اروپا تاریخي اتلان زیاتره هغه خلک دي چې د زاړه یا قدرت پلوي نسل د ارزښتونو د سپکاوي په تور کلیسا د دار تر تختې رسولي دي.

دغه د انتقال دوره په پخواني یونان کې هم په ورته ډول تېره شوې ده چې لومړی قرباني یې سقراط و.

زموږ ټولنه همدا شیبه د انتقالي دورې په بهیر کې ده؛ زموږ اوسنۍ کیسه د دوو نسلونو د متفاوتو ارزښتونو د جګړې کیسه ده. یو نسل دی چې وطن، ملت، ملي ګټې، خلک او هر څه له یوې زاویې تعبیروي او بل نسل یې له بلې.

د یوه نسل د ارزښتونو محور توره، غیرت، تاریخ، جنګ، پلانۍ او بیستانۍ ورځې دي.

د بل نسل ارزښتونه راتلونکی، ښوونځی، اقتصاد، سړک، بانک، ټاکنې، بندونه، زراعت او بریښنا دي.

ډاکټر احسان الله درمل

داسې نده چې لومړي نسل خپل ارزښتونه د دې ارزښتونو د ذاتي ارزښت پر بنسټ په زړه پورې نیولي دي؛ بلکې لوی دلیل یې دا دی چې دا ارزښتونه د دوی د قدرت طلبۍ هوس ته جامې ور اغوندي. که تاسو لږ ورته ځیر شئ له دې شعارونو او ارزښتونو سره تر ټولو زیاته جفا دوی خپله کوي.

دوی پوهېږي چې د دوی عنوانونه په نالوستې ټولنه کې عاطفي او احساساتي غبرګونونه راپاروي او د دوی لښکرې او لارویان زیاتولای شي. د احساساتي او عاطفي ارزښتونو او شعارونو انتخاب بیشکه چې د هوښیارو سیاسیونو کار دی خو ریښتیني او په پوست پاک سیاسیون یې نشو بللای.

د جنګ او جهل ځپلیو ټولنو ارزښتونه احساساتي او عاطفي وي؛ دغه ټولنې په رواني او عاطفي توګه حساسې او په منطقي او ساینسي توګه پڅې او نیمژواندې وي. دوی په وړه عاطفي یا احساساتي خبره اور اخلي؛ د جګړو صفونه تیاروي او د یو بل ښارونه ورانوي خو که د تعقل او تجربې خبره ورته کوې نو اول خو دې تکفیروي او که ډېره ښیګڼه یې درسره وکړه نو د ژوند حق به درکړي.

د شلمې پېړۍ په اوایلو کې چې په افغانستان کې استبداد حاکم و، د فکر او روښنایي خاوندان توپونو ته تړل کیدل. د دې سرښندونکیو داستان مو که نه وي لوستی نو د مرحوم علامه حبیبي وروستی اثر (د مشروطیت غورځنګ) یو ځل خامخا ولولئ. د دې کتاب لوست به د زاړه او نوي نسل ترمنځ د ارزښتونو د کمکش یوه افغاني بیلګه او د نوي نسل پر وړاندي د مقاومت یو منحصربفرد افغاني ډول ستاسې مخې ته ودروي.

زموږ په زمانه کې هم د نوي او زاړه جګړه په هماغه شدت او په هماغه قساوت روانه ده. تکفیر اوس هم هغه توره او تار دی چې د نوي غږ تولیدوونکې مرۍ پرې کوي او تر تکفیر ورهاخوا سل و زر عنوانونه او ټاپې نورې دي چې د نوي نسل د نوي فکر د اظهار مخې ته ولاړ دي.

نوی نسل د عمر په حساب نه، د فکر او لیدلوري له مخې طبقه بندي کېږي. هغه شل کلن ژڼکی چې زده کړې یې ندي تکمیل کړې او په یوه عادي املا د زاړه نسل مدافع وکیل دی، باید د اروپا د تیارو پېړیو پاپ او یا هم د امیرحبیب الله خان د وخت توپچي وګڼو. خو هغه اویاکلن سپینږیری چې د خلکو لپاره هوسا ژوند، پر ساینس او تعقل ولاړ معاصر ارزښتونه غواړي، د نوي نسل سرلاری او سقراط دی.

بلاخره د دې دوو قطبونو د جنګ پایله؟
د دې سړې جګړې پایله هم د دوو قطبونو په مقاومت پورې اړه لري؛ زوړ نسل وسلې، لښکرې، قدرت، بې فکره قلموال، د فتوا او تکفیر توره او سل و زر نور امکانات لري خو نوی نسل لکه بهلول چې یو کند یو یې کچکول دی. مانا یو دی او یو یې قلم او منطق.

که ډار او ویرې د قلم او منطق مرۍ خُپه کړه نو بری د تیارو دی خو که قلم مقاومت وکړ او د زور، بې قانونۍ او تحجر ماڼۍ یې ولړزولې نو د انتقال د دورې پای به یو روښانه سباوون وي. داسې سباوون چې ټول ارزښتونه به د انساني ژوند له جمال او جلال سره مرسته کوي، بدرنګوي او ذلیلوي به یې نه.

یوه درېیمه ډله هم شته چې نه نوی نسل دی نه زوړ. دوی په فکري لحاظ نیوټرال دي او دومره فکري او منطقي ځواک نلري چې یو اړخ تایید کړي بل رد. دوی ته به د حافظ د یوه شعر په مرسته لاره خلاصه کړو.

حافظ فرمایي:
خوش بود ګر محک تجربه آید به میان
تا سیه روی شود هر که در او غش باشد
د طلایي سکو د رواجېدو پر مهال ځینې داسې خلک هم ول چې له زرو سره به یې مس ګډول او سکې به یې ترې جوړولې. د دوی سکې به ناچله وې خو پېژندل یې سخت ول. بلاخره د “محک” یا زرکاڼي په نوم یوه ډبره پیدا شوه؛ دا ډبره به یې چې پر سکې تېره کړه نو کره او کوټه به یې مالومه شوه. په کومه ډبره کې به چې مس ګډ ول، هغه به د محک په تېرېدو سره توره شوه او په دې توګه به څرګنده شوه چې سکه ناچله ده.

حافظ شاوخوا اووه سوه کاله وړاندې، هغه مهال چې لا ساینس او تجربې په نړۍ کې سمې جوکې نه وې وهلې، د تجربې د محک خبره کوي. وایي کاش د تجربې محک پیدا شي. دا محک به هغه څوک د مسي سکې غوندې مختوری کړي چې له دوکې او منافقته ډک دي. مانا هغه څوک چې په طلا کې یې مس ګډ دي.

درېیمه ډله دې د حافظ “د تجربې محک” را واخلي. تاریخ دې ولولي؛ د نویو او زړو د تاریخي جنګونو سیر دې تعقیب کړي؛ د دې دوو ډلو شعارونه او ارزښتونه دې تعقیب کړي؛ د دوی د جګړو پایلې دې تحلیل کړي؛ انساني ټولنو ته د دواړو ډلو د ارزښتونو او شعارونو ګټې دې پرتله کړي او بیا دې د خپل منطق او وجدان په څراغونو یوه اړخ ته شي.

#دتجربې_محک

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران