اپریل 19, 2021

۱۴۰۰ کال ته سفر؛ دې کال کې د سترو بریاوو لپاره دا خبرې یاد لرئ

موږ ټوله کولای شو له دې کال څخه هم ښه ګټه واخلو، موخې وټاکو او د هماغه موخې لپاره هڅې وکړو ترڅو ورته ورسېږو. اصل کې موخې ته رسېدو لپاره ځینې تګلارې دي چې باید عملي یې کړو؛ لومړۍ راځو خپلې موخې ته چې موخه څه ته وایي؟

موخه هغه جریان ته وايي چې موږ پیشبینې کړې، برنامه مو ورته جوړه کړې او له پایلې څخه یې. هر انسان کله چې خپل ځان ته برنامه جوړوي نو لومړۍ دې برخو ته ډېر پام وکړي:

روغتیا، پیسې، زده کړې، کار، کورنۍ؛ دې برخو ته هرې یوې ته باید ځانګړی پلان ولرې.

یوه ښه برنامه او پلان جوړول ځان لپاره خپلې ځانګړنې لري لکه: موخه ټاکل، هر څه په یوازې توګه ترسره کول ځکه دا زموږ خپله موخه ده، انعطاف پذیره وي یعنې بدلون منونکي اوسي، داسې پلان جوړ کړو چې ساده وي، د ترسره کولو وړ وي او مشخصه پایله ولري.

موږ کولی شو درې ډوله برنامه یا پلان جوړ کړو: لنډ مهاله (اونۍ کې)، منځنۍ(میاشتنۍ) او اوږد مهاله(کلنۍ) دي.

کله چې موږ خپل ځانته پلان جوړوو، دا ټکي ډېر اړینې دي: هر څه باید یاداشت کړو ترڅو هېري مو نشي، باید د ترسره کولو وړ وي، اړینې شیانو ته لومړیتوب ورکړو او موخه مو باید معلومه وي.

د پلان جوړولو مرحلې د کارونو لړلیک کول دي، د کارونو لومړیتوب، د کار لپاره ځانګړی وخت ټاکل او د کار ارزونه او کنټرول دي.

زموږ کلنۍ پلان جوړول هم باید درې ځانګړنې ولري: هغه څه وټاکو چې پوهېږو لاسته راوړلای یې شو، د باور وړ وي او الهام راوړونکې وي.

که غواړئ خپله موخه څخه ساتنه وکړئ، نو د نورو انسانانو شایعاتو ته غوږ مه نیسئ، د خلکو عقایدو ته درناوی وکړئ، تېر وخت پسې مه ګرځئ، ښه رویه درلودل، د منفي وګړو او منفي مکانو او شرایطو څخه لري والی باید وکړو.

که غواړئ چې په ۱۴۰۰ کال کې ښه پرمختګ وکړئ، نو لومړۍ موخه وټاکئ، بیا پلان ورته جوړ کړئ، د هغه لپاره کار پیل کړو، باید پښې کلکې اوسو او هڅه وکړو ترڅو خپلې موخې ته ورسېږو.

نو کله چې مو پلان جوړ کړ، تعقیب مو کړ، په هغه عمل هم وکړو نو حتمن پایله هم ترلاسه کوو.

په اونۍ کې پلان جوړول:

کولای شو اونۍ کې هم پلان جوړ کړو

شنبه: د موخي لیکل

یکشنبه: ورځنۍ موخي ټاکل

دو شنبه: د جزیاتو لیکل

سه شنبه: د کارونو د ترسره کولو وخت

چهار شنبه: د هرې برنام د ستونزې لیکل

پنجشنبه: د لومړیتوبونو ټاکل

جمعه: د اونۍ لنډیز او راپور

ورځنۍ مهالوېش:

لومړیتوبونو لیکل، د لومړیتوبونو ټاکلو عادت، د وخت مشخص کول، د هر کار لپاره وخت ټاکل او د هغه وختونو لیست کول چې بېځایه تېر شوي.

د هرې ورځې پلان باید د شپې ولیکو.

کله چې موږ ځانته پلان جوړوو باید بدلون منونکي اوسو، هغه برنامه هره ورځ مرور کړو، د اړتیا په صورت کې یې اصلاح کړو، ضروري کارونو ته لومړیتوب ورکړو او خپل ورځني کارونه ۳۰ دقیقو لپاره تنظیم کړو.

خپل ځان لپاره هم باید وخت پرېږدو، خپلې روغتیا ته پام وکړو او د هر کار وروسته ځانته پاداش ورکړو.

خپل ۲۴ ساعتونه دا ډول باید ووېشو:

خوب او پنځه وخته لمونځ

نظافت او ځان ته رسېدل

د خوړو تیارول، خوړل او پاکاري

تفریح او له ملګرو سره اوسېدل

آرامتیا، ټلویزیون او داسې نور

تمرین، ورزش او ژوړه ساه اخیستل

مکتب ته تګ او راتګ یا پوهنتون

مطالعه

کار او نور کارونه.

ځینې کارونه دي چې زموږ پلان ته خنډ جوړوي:

خبرې ټولول، د اېمېلونو چک کول، پر وخت اقدام نه کول، منفي وګړو ته فکر کول، پرته له ځنډ څخه د پیغامونو لوستل، خپل د ځان پرتله کول له نورو سره، هو ویل د نه ویلو پر وخت، په جلسه کې د څو کارونو ترسره کول، مبایل ته کتل د جلسې پر وخت، بې ځایه ګرځېدل، په انترنټ او په خوب کې د ټیلفون یا کمپیوټر څخه ګټه اخیستل دي.

کله چې موږ دا ټول پلان ولیکو نو خپل د پلان ښه والي په هکله هم باید فکر وکړو، دا چې موږ څه وخت کولای شو ښه ترسره کړو، څنګه عملي کولای شو او څنګه خلاقیت رامنځته کولای شو.

دا ټول ټکي موږ سره زموږ په موخې کې مرسته کوي ترڅو خپل ژوند کې د موخي د ټاکلو سره پرمختګ وکړو.