مارچ 4, 2021

اسراییل؛ د صدراعظم مېرمن په ناقانونه ډول ډوډۍ خوړو له وجې محاکمه شوه

اسراییل؛ په منځني ختیځ کې د توکمپالنې او مذهبي تعصب زېږنده او تحمیلي هېواد.
دا هېواد نه یوازې دا چې وخت په وخت د نړۍ له یوه مظلوم او بې دفاع هېواد (فلسطین) سره د زور زیاتي او ظلم له وجې د نړیوالو خبرونو سرټکی وي؛ بلکې د ناښې او مفسدې حکومتولۍ خبرونه یې هم وخت په وخت د نړۍ مطبوعات مصروفوي.
د نتنیاهو د مېرمنې قضیه
دا ځل پرون یکشنبه د دغه هېواد د صدراعظم بنیامین نتنیاهو مېرمنه سارا نتنیاهو د دولتي شتمنۍ د تقلب او ناسمې استفادې په تور محاکمه شوې.
سارا تورنه ده ، چې د دولت له یوه مامور سره په ګډه یې له ۲۰۱۰ څخه تر۲۰۱۳ پورې د دولتي بودیجې تر۱۰۰ زرو ډېر ډالرو له ریسټورانټونو څخه ځان، کورنۍ او مېلمنو ته ډوډۍ راوړې.
ویل شوي، چې د صدراعظم استوګنځي رسمي اشپز درلود، خو مېرمنې یې د دولت په پیسو بدخرڅي کړې ده.
د خیانت تور
مېرمن سارا نتنیاهو په جون میاشت کي د دې سو استفادې له کبله له دولت سره په خیانت تورنه شوه.
که هغه، په همدې تور محاکمه او لګیدلی تور ورباندې ثابت شي، په ډېرګومان ۵ کاله به په بند محکومه شي.
د محکمې جریان
مېرمن نتنیاهو، پرون محکمې ته د وکیلانو په ملتیا یې حاضره شوه، خو ترپایه چوپه خوله ناسته وه.
د هغې مدافع وکیلانو، دغه تور رد او وویل، چې د ریسټورانټ اضافي او ځانګړې ډوډۍ د مېرمن سارا د اعتراض باوجود د هغې یوه کارکوونکي راوړله.

د صدراعظم غبرګون او برخلیک
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو، چې خپله هم د فساد قضیه لري، پرميرمنې یي لګیدلي تورونه پوچ او بې بنسټه ګڼلي.
له دې سره، د اسراییلو د چارو شنونکي فکر کوي، چې د مېرمن سارا قضیه به د صدراعظم نتنیاهو پر برخلیک کوم منفي اغېز ونه لري.
دوی باور لري، چې نتنیاهو د اسراییلو پرعامه افکارو کافي حاکمیت لري.
توند خویه ښځه
۵۹ کلنه سارا، په توند خویۍ مشهوره ده. هغه مخکې د توند خویۍ له کبله وخت، په وخت رسنیزه کیده.
یو ځل یوه اسراییلي خبریال ادعا کړې وه، چې د هغې د ژوند ملګري د همدي توند خویۍ او مشاجرې له کبله دا له خپل موټر څخه ویستې وه.
په ۲۰۱۶ کې مېرمن سارا د لومړي وزیر د استوګنځي له کارکوونکو سره د محکمې لخوا پړه وګڼل شوه.