ننګرهار او تازه مېوې

لیکنه: سمیع الله درانی

تاسې به پوهېږئ، چې ننګرهار په پسرلي کې او د اوړي لومړۍ میاشت کې د فصلونو حاصلاتو ترڅنګ مېوه لرونکې ونې مېوې ورکوي.
اوسمهال د ننګرهار په ډېری ولسوالیو کې د سبزیجاتو سربېره مېوه جات هم رسېدلي دي.
د ننګرهار په یخو ولسوالیو، لکه خوګیاڼي، اګام او شېرزادو کې پېوند یا بېدانه توتان رسېدلي دي او خلک یې راټولوي او د چینو یا چشمو په اوبو کې یې یخوي او بیا یې نوش جان کوي.
په دې وروستیو کې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ځمکني توپ کر هم زیات شوی دی او بزګران هم ترې خوښ دي.
د خوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو سیمه کې ځمکني توتان کښت شوي دي او اوس یې حاصلات د جلال اباد ښار سربېره کابل ته هم لېږدول کېږي.
دوی یوه کېلو ځمکني توت له ۱۲۰ افغانیو نیولې تر ۲۰۰ افغانیو پلوري.
کابل ته په وړلو سره یې قیمت لا لوړېږي او تر ۲۲۰ افغانیو رسېږي.
ځمکنی توپ د کوکنارو ښه بدیل
د ننګرهار د کرنې مسوولین وایي په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ځمکني توت حاصلاتو ښه پایله ورکړې او د کوکنار ښه بدیل دی.
بل پلو بزګران هم وایي چې د ځمکنیو توتانو یا توتیو له حاصلاتو خوښ دي، خو له حکومت غواړي چې د اوبو بندونو، درملو او ښو سړکونو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
د ننګرهار په نږدې ټولو ۲۲ ولسوالیو کې د زردالو، شفتالو، الوچو، توتانو، الوبالو، هندواڼو، لوکاټ او نور مېوه‌جات رسېدلي دي، چې د جلال اباد ښار ور اخوا یې کابل ته هم صادروي.
د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې اوس د کوکنارو ځای تازه مېوو، بڼونو او سبزیجاتو نیولی دی.
په هغو ولسوالیو کې چې پخوا به پکې کوکنار او بنګ کر کېدل، سږ کال پکې نږدې ۹۹ سلنه غنم کرل شوي وو.
د غنمو حاصلات ورسره زیات شوي او د څارویو لپاره بوس او واښه ارزانه پېدا کېږي.
د مني کښت کې هم اوس بنګ نه کښت کېږي، بلکې پرځای ږدن یا هغه دانه چې په عامه اصطلاح خلک یې مړزانو ته ورکوي کښت کېږي.
خلک وایي چې د ږدنو دانې د وینې غوړو کنټرول په خاطر ښه دي.
نو خلک او بزګران هوښیار دي او اوس د نشه یي توکو پرځای حلال کښت کوي او ټولنې ته ګټه رسوي.
بل پلو په بټي کوټ او مومندره کې د هندواڼو حاصلات رسېدلي او هندواڼې د هېواد په بازارونو کې مخ په ارزانه کېدو دي او هغه خلک چې مخکې یې د هندوانې خوراک ته زړه کېده او نه یې شو اخېستلای؛ نو اوس هندوانې اخلي او نوش جان کوي یې.
اخوا د پچیر اګام ولسوالي امن شوې او د هېواد له نورو ولایتونو ورته سېلانیان ورمات شوي، د شنو سیمو، غرونو او سیندونو ننداره کوي او د اوړي په ګرم موسم کې د سپین غر لمن کې له یخې او پاکې هوا خوند اخلي
خلک وایي که سوله امن وي هېواد مو بې جوړې دی او کولای شي، چې په خوراکي توکو هېواد بسیا شي.


Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.