خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه طبیعت

د جلال آباد اوړی او د ځان ساتلو لارې چارې

Jalalabad, Nangarhar Province, Afghanistan on Thursday, June 23, 2011. (S.K.Vemmer/Department of State)
لیکنه: سمیع الله درانی

weather.JPG

هغه څوک چې د ننګرهار په ګرمو سیمو، لکه جلال باد ښار او شاوخوا لنډو ځایونو کې اوسېدلي دي، د جلال اباد د دوبي پته ورته لګېدلې ده، د دې سربېره چې څوک یو ځل له نورو ولایتونو جلال اباد ښار ته راغلي وي او د دې ځای اوړی یې لیدلی وي، نو خامخا به یې له بیا راتګ څخه زړه موړ شوی وي.

ځینې کسان لا دا هم وایي، چې ننګرهار اوس دېګ بخار شو!

موږ له کابلي ورونو او همدارنګه د نورو یخو سیمو اوسېدونکو څخه د جلال اباد د اوړي کیسې اورېدلي دي او بل موږ هم دلته ستر شوي یو، چې د دې ځای د سختې ګرمۍ خبرې کوي، د ګرمۍ سربېره د غوماشو او مچانو شتون د اوړي لخوا بله ستره ستونزه ده، چې جلال ابادیان ورسره لاس و ګرېوان وي.

اوس یو ځل بیا جلال اباد کې د اوړي څپې په خپرېدو دي او شاوخوا لس ورځې وروسته د اوړي موسم لومړۍ میاشت سرطان یا چنګاښ د تاریخ له مخې پیلېږي.

په دې میاشت کې موسمي شمال یا یخ باد نه وي، په خلکو د زیاتې ګرمۍ له امله مړه خوله راماته وي، که له مصنوعي شمال (پکیو، کولر او ایرکنډېشنر) څخه ګټه وانخیستل شي، د ګرمۍ ستونزه خورا ستره وي.

د جلال اباد ګرمي او ځینې مهمې خبرې

له یوې خوا سخت دوپ وي او له بلې خوا د ورځې مچان وي، که د خوړو په برخه کې احتیاط ونشي، د کولمو او خېټې په ناروغیو اخته کېدای شو.

د دې لپاره چې خواړه خراب نشي، نو پکار ده، چې دومره خواړه پاخه شي، چې د کورنیو فقط یو وخت وشي او بل وخت ته پاتې نشي او بیا تازه پاخه شي.

د افغانستان د نورو خلکو په څېر د جلال اباد د اوسېدونکو اقتصادي حالت هم ښه نه دی او ډېری کورنۍ یخچالونه نه لري، چې خواړه پکې یخ وساتي.

بله ستونزه د برېښنا هم ده، د اوړي په موسم کې د برېښنا مصرف یا لګښت زیات وي او له همدې امله چې برېښنا برخه کې اوږود مهاله تخنیکي ستونزه پیدا نشي، نو برق ریاست د برېښنا پرچاوي کوي، چې دې وخت کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

بله خبره د ورځې له خوا سخته ګرمي وي او د تېز لمر په شتون کې او یا هم تر شنه اسمان لاندې کار کول، ستونزه جوړوي.

روغتیاپالان وایي که د لمر تر تېزو وړانګو لاندې کار وشي، نو پوستکی سوځوي، پوستکی خپل طبیعي رنګ او حالت له لاسه ورکوي.

نو هغه کسان چې تر لمر لاندې کار کوي، د دې لپاره باید له دایروي یا ګردو او سترو خولیو څخه ګټه واخلي، چې له مخ څخه یې لمر بند شي.

د مخ پوستکی نسبت د نورو برخو پوستکو ته نازک وي، نو په همدې خاطر باید مخ او د سترګو پوستکي ته ډېره پاملرنه وشي.

د فشار له ټېټېدو د مخنیوي لار

د زیاتې ګرمۍ له امله خلک ډېر خوله یا عرق کوي؛ نو په دې خاطر چې د اوبو په ضایع کېدو سره د وجود فشار ټیټ نه شي باید زیاتې اوبه وڅښل شي او یا هم ستروس خاندان مېوې وخوړل شي؛ ترڅو د وجود مالګه او اوبه بېرته پوره شي.

د ستروس خاندان مېوو، څخه مطلب د لیمو، مالټې، نارنج، کیوي، ګیلاسو یا الوبالو خوراک دی.

پر دې سربېره د فشار او وجود اوبو په پوره کولو کې هندواڼه ډېره ګټوره وي، نو په ننګرهار کې د بټي کوټ، فارم هډې او نورو سیمو هندواڼې پرېمانه وي، باید استفاده ترې وشي.

له دې سره د وجود اوبه پوره کېږي او ستاسو پوستکی هم تازه پاتې کېږي.

د ورځې لخوا ډېری کسان د وجود یخوالي لپاره په خطرناکو ویالو او نهرونو کې لامبي

هغه کسان چې د وجود یخولو او د ګرمۍ لرې کولو په خاطر سیندونو، نهرونو او ویالو ته د لامبلو لپاره ځي؛ نو ډېر احتیاط دې وکړي.

کوم کسان چې لامبو یې نه ده زده هېڅ دې دې اوبو ته نه ورنږدې کېږي، بلکې د هغې پرځای دې کورکې په یو سطل اوبو ولامبي او سیوري ته دې کېني؛ ځکه چې زمونږ ډېری هېوادوال هر کال په سیندونو کې د لامبلو له کبله خپل ژوند بایلي او کورنۍ یې د ویر په ټغر کیني.

بله خبره د جسد په موندلو پسې لالهاندي ده، ډېری کسان بیا داسې شي، چې جسد یې ورک شي او ونه موندل شي؛ نو د دې لپاره چې ژوند مو خوندي وي په سیندونو کې له لامبلو ډډه وکړئ.

هغه کسان چې لامبو یې هم زده وي، باید د اوبو په اړه لومړی له ځایي خلکو معلومات واخلي، چې اوبه څومره خطرناکې دي او که خطر موجود وي، له لامبلو دې بیخي تېر شي.

په سیندونو کې ډېری لامبوزن هم ډوب او مړه شول.

دې برخه کې کورنیو ته پکار ده، چې خپلو اولادونو، ماشومانو او ځوانانو ته پوره پاملرنه وکړي.

 جلال اباد او د ګرمۍ شپې

جلال اباد کې د حمل میاشتې په تېرېدو سره ګرمي سر راپورته کوي او د جوزا په وروستیو کې ګرمي د اوج خواته ځي.

د سرطان او اسد میاشتې د ګرمۍ زور یا ځواکمنې میاشتې دي او د سنبلې تر پنځلسمې نېټې پورې ګرمي همداسې زور کې وي.

د شپې لخوا غوماشي ډېرې زیاتې وي، نو له دې حشرې څخه د ځان ساتلو لپاره خلک د غوماشو ضد درملو څخه کار اخلي، ځېنې غوماش لومې یا پشه خانې کاروي او ځینې ان کورونه درمل پاشي کوي. دا یې ښې لارې چارې هم دي.

د غوماش لومې یا پشه‌خانې کارول دوې سترې ګټې لري، لومړی مو له مضرو غوماشو ساتي او دا چاره تاسې له ملاریا او نورو ناقله پرازیټي ناروغیو ژغوري او بله ستره ګټه د خوب کول دي.

که پشه خانه مو تړلې وي؛ نو ماشي نه شي درتللی او تاسې په ارامه خپل خوب کولای شئ.

نو د دوو سوو افغانیو پشه‌خانه یا غوماش لومه مو کولای شي، چې د ملاریا په څېر له ناروغیو وژغوري او خوب مو هم ښه شي.

د شپې لخوا غوره ده، چې له کټونو، چپرکټونو او تختونو استفاده وشي، یعنې کله چې ویده کېږئ، له دغو توکو استفاده وکړئ‎، ځکه د ګرمۍ په موسم کې ضرر رسوونکي حشرات لکه، لړم، غونډل، مار، لټکې او نورې چیچکونکې خزندې راوځي او که په ځمکه پراته وئ، نو د خطر امکان زیات دی.

خو که له ځمکې لوړ په کټونو کې بیده وئ، بیا به له خطر څخه بچ وئ.

د اوړي موسم کې ډېری خلک یخ خواړه کاروي او دې سره معده او بدن هم ښه وي.

د شومړو یا شوملو کارول هم ښه دي؛ خو کله چې په دنده کې وئ، که ډېرې شومړې وسکئ، بیا نو خوب درځي او کار کې مو یو څه سستي پېدا کوي.

که تاسې هم د جلال اباد د دوبي او ګرمۍ په اړه څه لرئ راسره یې شریکولای شئ، ان خاطره هم ښه ده.

 

maxresdefault.jpg

weather.JPG

52577266_101.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ