د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به له یادې لوبډلې سره پنځه کلونه نور هم ولوبیږي.

نیمار په ۲۰۱۷م کال کې د ۲۲۲ میلیونه یورو په ارزښت د بارسلونا لوبډلې څخه جلا او د پاریسن جرمېن لوبډلې سره یې تر ۲۰۲۲م کال پوري تړون وکړ، چې دا په دومره زیاتو پيسو اخیستنه یو نړیوال ریکارډ جوړ شو.

تر دې مخکې هیڅ یو لوبغاړی په دومره پيسو نه دی اخیستل شوی.

د ډیلي میرور د راپور له مخې ۲۹ کلن نیمار د نوو شرطونو په اساس د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تړون کړی، چې ددې نوي تړون په اساس نیمار ته اوس د پاریسن جرمېن لخوا د کال څخه ۳۰ میلیونه یورو ورکول کیږي.

 

د نیمار د پیسو لاس ته راوړل په کال، میاشت، اونۍ، ورځ، ساعت او دقیقه کې

 

۱ـ ۳۰ میلیونه یورو په یوه کال کې،

۲- ۲،۵ میلیونه یورو په یوه میاشت کې،

۳ـ ۶۲۵ زره یورو په یوه اونۍ کې،

۴ـ ۸۹،۲ زره یورو په یوه ورځ کې،

۵ـ ۳،۷ زره یورو په یوه ساعت کې،

۶ـ ۶۲ یورو په یوه دقیقه کې.

 

د نیمار لوبې

 

۱ـ نیمار په ۲۰۰۹م کال کې د برازیل ۱۷ کلنې ملې لوبډلې لپاره ولوبېد، چې په دریو لوبو کې یې ۱ ګول لګولی.

۲ـ نیمار په ۲۰۱۱م کال کې د برازیل ۲۰ کلنې ملې لوبډلې لپاره ولوبېد، چې په اوو لوبو کې یې ۹ ګولونه لګولي.

۳ـ نیمار د ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پوري د برازیل په ۲۳ کلنه ملې لوبډله کې ولوبېد، چې په ۱۴ لوبو کې یې ۸ ګولونه ولګول.

۴ـ نیمار د برازیل په ملي لوبډله کې د ۲۰۱۰م کال څخه تراوسه پوري لوبیږي، چې پکې په ۱۰۳ لوبو کې یې ۶۴ ګولوهنې ترسره کړې دي.

۵ـ نیمار په سانتوس کلب کې د ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پوري ولوبېد، چې په ۱۷۷ لوبو کې یې پکې ۱۰۷ ګولوهنې کړې دي.

۶ـ نیمار په بارسلونا کلب کې د ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې ولوبېد، چې په ۱۲۳ لوبو کې یې پکې ۶۸ ګولوهنې وکړې.

۷ـ نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره په ۲۰۱۷م کال کې یوځای شو، چې تر دې دمه یې پکې په ۱۱۲ لوبو کې ۸۵ ګولوهنې کړې او ۵۱ یې بیا نورو لوبغاړو ته د ګولونو لپاره پاسونه ورکړې دي.

 




وروستي مطالب