سپورټ فوټبال

د نیمار پر سر جنجالونه، خو دی په میلو اخته دی

د برازیل هیواد او فرانسوي کلب (پي ایس جي) تکړه لوبغاړي نیمار باندي دوې اسپانوۍ وتلي لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ په جنجالونو بوختي دي، خو دی په پرتګال هیواد کي په کنسرټونو او میلو اخته دئ.

نیمار په پرتګال هیواد کي په ښه فکر او خیال سره د خپلي ملګري پائولا فرناندز په کنسرټونو کي ګډون کړی او د هغه ترڅنګ په بېلابیلو مېلو هم بوخت دئ.

پائولا د نیمار یو له نژدې ملګرو څخه ده او هغې په پرتګال هیواد کي کنسرټ ترسره کړ، چي نیمار ئې یو له خاصو میلمنو څخه وو.

د نړۍ دا تکړه لوبغاړی دوه کال مخکي په ۲۲۲ میلیونه یورو د بارسلونا څخه جلا او د پي ایس جي سره یو ځای سو.

خو اوس یاد لوبغاړی د پي ایس جي سره ندی خوښ او غواړي د یادي لوبډلي څخه جلا سي.

د اسپانیا دوې وتلي لوبډلي ریال ماډریډ او بارسلونا نیمار ته بېلابېل وړاندیزونه کړي، خو دا لانده معلومه، چي دا لوبغاړی به کومي لوبډلي ته ولاړ سي.

راپورونه وايي، چي نیمار به په ډېر امکان سره بیرته له بارسلونا سره یو ځای سي.

د فرانسې د لیګ د لومړۍ اونۍ لوبي هم ترسره سوې، خو نیمار د نه اماده کېدو په خاطر د پي ایس جي په لومړۍ لوبه کي ګډون ونکړ.

دې لوبډلي په خپل کلب کي د لوبغاړو له لیسته د نیمار عکسونه هم لیري کړي دي.

تر راتلونکي پنجشنبې پوري د نیمار برخلیک ټاکل کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.