
سپورټ یاران
د سي پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې چې د اګسټ په ۱۸مه د شپږو لوبډلو په ګډون د شپږ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شوې، اوس د نیمه پایلوبو پړاو ته رسېدلې دي.
په دغو لوبو کې تېره شپه ظاهرخان پکتین غوره توپ اچونه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.
د لیګ ۲۹ مه لوبه د سېنټ کېټس او نیوز پېټرېټس او د ټرېنباګو نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شوه. دې دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي نشته.
سېنټ کېټس لوبډلې په ۱۸ اعشاریه ۲ اورونوکې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۷۷ منډې وکړې.
د استرالیا مسلمان لوبغاړي فواد احمد ۴ وېکټې واخیستې.
ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلې هدف په دولسم اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدلو سره پوره کړ او سېنټ کېټس لوبډلې ته یې په ۹ وېکټو او ۸ اورونوکې ماتې ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی فواد احمد وپېژندل شو.
ټرېنباګو لوبډلې چې کېرن پولارډ یې لوبډلمشر دی، په لس لوبو کې یوه لوبه هم نه ده بایللې او د شل نومرو په لرولو سره د نومرو په جدول کې لومړۍ ده.
ټرېنباګو نایټ رایدرز لوبډله په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د سپتمبر په ۸ مه نېټه له مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې جمېکا ټلاواس سره مخ ده.
د لیګ ۳۰ مه لوبه د محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران او ظاهرخان په شتون کې د مجیب الرحمن دې پر وړاندې ترسره شوه.
د محمد نبي دې اړوند لوبډلې په شل اورونوکې د ۶ وېکټو په لوېدو سره د نجیب الله ځدران د ۳۵ منډو، د محمدنبي عیسی خېل د ۲ منډو او رکیم کارنوال ۳۲ منډو په مرسته ۱۴۵ منډې وکړې.
جمېکا ټلاواس لوبډلې په ټولو اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ګلېن فېلېپس د ۴۹ منډو په مرسته ۱۳۴ منډې وکړې او لوبه ترې سېنټ لوشیا زوکس لوبډلې په ۱۱ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی ظاهرخان ونومول شو.
ظاهران په ۴ اورونوکې ۲۵ منډې ورکړې، درې وېکټې یې واخېستې، انډری رسل یې په صفر اوټ کړ.
سه شنبه راشدخان د محمدنبي پر وړاندې په دویمه نیمه پایلوبه کې د افغانستان پر وخت د شپې دوې بجې لوبه کوي.
د سي پي اېل لوبو ګټونکې لوبډلې
له ۲۰۱۳ راهیسې چې دا لوبې پکې تاسیس شوې، تر دې دمه یې ۷ پړاوونه ترسره شوي او سږ کال یې اتم پړاو د سپټمبر په ۱۰ مه پایته رسېږي.
لومړی پړاو یې جمېکا ټلاواس وګاټه او امازون لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
۲۰۱۴ کې بارباوس وګاټه او امازون ته یې ماتې ورکړه.
۲۰۱۵ کې یې اتلولي ټوباګو او ټرېنېډاډ وګټله، دې لوبډلې پایلوبه کې باربادوس ته ماتې ورکړه.
۲۰۱۶ کې جمېکا ټلاواس اتلولي وګټله او امازون لوبډله یې ماتې کړه.
۲۰۱۷ کې یې اتلولي ټرېنباګو نایټ رایډرز وګټله او پایلوبه کې یې سېنټ کېټس او نیویس پېټرېټس ته ماتې ورکړه.
۲۰۱۸ کې یې اتلولي بیا ټرېنباګو نایټ رایډرز واخېسته او پایلوبه کې یې ګیانا امازون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
او ۲۰۱۹ کې یې د اتلولۍ جام باربادوس ټرایډینټس پورته کړ او پایلوبه کې یې ګیانا امازون لوبډله نهیلي کړه.