ګاونډیان؛ څنګه اړیکې او څومره تګ راتګ ورسره ولرو؟

په افغانستان کې هم د نورې نړۍ په شان ورځ تربلې ژوند عصري کیږي، ښاري کیږي او مصروفیږي.
ګڼ خلک ښارونو ته راوځي، هغوی چې په کلیو کې ژوند کوي، هلته هم له نورو سیمو خلک شاوخوا ته ورځي او پکې مېشت کیږي.
په داسې وضعیت کې له ګاونډیانو سره راشه ـ درشه او اړیکې څنګه وپالو؟
ډېر سره نیږدې شوو، که فاصلې غوره کړو؟
په دې مطلب کې به په دې اړه ولولئ او د متوازنو اړیکې لارې ـ چارې به درسره شریکې شي.
ولې ښې اړیکې ضرور دي؟
له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو لرلو دلایل زیات دي، له هغې ډلې دا دلایل د هېرولو نه دي:
ـ له ګاونډیانو سره شناخت او ښه راشه درشه ستاسې د رواني امنیت او آرامۍ سبب کیږي. تاسې د ګاونډیانو له پېژندلو سره پر هغوی او هغوی پر تاسې ډاډه کیږئ.
ـ  ګاونډیانو سره ښې اړیکې او راشه درشه ستاسې سیمه له اتفاق او یووالي څخه برخمنوي. مثلاً: کولای شئ په اسانه، ارزانه، ښې همغږۍ او پوره قوت سره د چاپېریال د پاکوالي او نورو ضروري مسئلو په اړه ګډ کار وکړئ او هوسا ماحول ولرئ.
ـ له ګاونډیانو سره ښې اړیکې سبب کیږي، چې خپل ماشومان په ګډه په یوه ښوونځي، روزنتون او یا روغتون کې شامل او بیمه کړئ. په دې ډول مو هم لګښتونه کمیږي او هم کیدای شي ماشومان په نوبتي ډول یوسئ او راوړئ، یا ښه څارنه ورڅخه وکړئ.
ـ ګاونډیانو سره ښې اړیکې سبب کیږي، چې په عاجلو حالاتو او ستونزو کې ترلیرې خپلوانو زر دوی ستاسې لاسنیوي ته درشي او د ستونزې په حل کې مرسته او ملاتړ درسره وکړي.
څنګه ښې اړیکې رامنځته کړو؟
ځینې له زیاتو لګښتونو او مېلمستیاوو وېریږي او په دې خاطر له ګاونډیانو سره راشه ـ درشه نه کوي.
خو دا اړیکې یوازې په لګښتونو او مېلمستیاوو نه تامینیږي؛ تاسې کولای شي بې لګښته هم د ګاونډي دروازه وټکوئ، یا یې زنګ ووهئ او لنډ تعارف ورسره وکړئ.
کیدای شي جومات ته یو ځای لاړشئ او راشئ، هلته یا پر لاره ورسره مجلس وکړئ او که د چای او ډوډۍ ست د حجرې نه لرلو له کبله ورته نه شئ کولائ، خپل دا عذر ورسره شریک او په یو بل ممکن او لازم ډول خپل حسن نیت ور څرګند کړئ.
له دې وراخوا نورې لارې چارې هم شته، چې ورڅخه په ګټه اخیستو له ګاونډیانو سره ښه راشه ـ درشه او اړیکې ساتلی شئ:
مثلاً: که کور ته یې نه شئ راغوښتلی، کیدای شي کور ته یې خواړه، نذر یا د خپل کور او کلي مېوه او نور حاصلات ور ولیږئ.
 

راپورونه: ډیویلرز به راتلونکې میاشت ملې لوبو ته راوګرځي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډله راتلونکې جون میاشت کې د ویسټ انډیز هیواد په کوربتوب د یادې لوبډلې سره دوې ټیسټ او پنځه بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوي، چې په همدې موخه راپورونه ... نور ولولئ