سینما او موسیقي

د نیها کاکړ میړه “روهن پریت”: مهرباني وکړئ، یو ځل واده وکړئ

لیکنه: مهر تاج

د بالیووډ مشهوره نوې جوړه سندرغاړې “نیها کاکړ” او سندرغاړي “روهن پریت” له واده وروسته د مینه والو پوره پام ځانته راواړوله.

د بالیووډ په مشهوره برنامو کې؛ نیها او روهن د واده په اړه نوي څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې اوس نیها د هندي “ائیډیل شو” کې د خپل میړه په اړه په زړه پورې انکشافات کړي دي.

د نندارې په جریان کې، نیها خپلو مینه والو ته څرګنده کړه؛ کله چې ما “روهن” ته د هغه سره د واده کولو وړاندیز وکړ، نو هغه په ژړا شو، نو بیا ما روهن ته وویل، که چیرې ته داسې ژاړي، نو اوس هم سر وخت دی، موقع لري، واده به نه کوو.

د نندارې (د نیها د دې خبرې په جریان کې)، “روهن پریت” د نهیا په خبرو کې مداخله وکړه، او ویې ویل؛ چې هغه په حقیقت کې د خوښۍ اوښکې وي.

د نندارې (خپرونې) په پای کې، سندرغاړي “روهن پریت” هم هغه خوف زده یا په بله معنا هغو کسانو ته چې په یو نه یو ډول له واده کولو وېره لري یا واده کول نه غواړي؛ یو ځانګړی پیغام ورکړ، چې په کې یې وویل:

« هغه څوک چې وايي، موږ واده نه کوو، زه غواړم دوی ته ووایم، چې مهرباني وکړئ، یوځل واده وکړئ. باور وکړئ، واده یو داسې احساس دی، چې تاسو مخکې هېڅکله نه دی احساس کړی.»

د یادونې وړ ده چې د افغانانو ترمنځ د خوږ ژبې سندرغاړې نیها کاکړ ” میلیں ہوں تم ہم کو بڑی نصبوں سے، چرایا ہے تم کو قسمت کے لکیروں سے.. ” سندره خورا مشهوره او د ژبو په سر ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ