ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ زما لپاره، نوره ډېره ناوخته شوې ده، نو ولې ځان په زحمت کړم.
۲ ـــ کاشکې دومره بد چانسه نه وای.
۳ ـــ هغوی به زما په اړه څه فکر وکړي؟.
۴ ـــ زه ډېر زیات احمق یم.
۵ ـــ هېڅکله به کوم څوک پر ما باندې مئین نه شي.
۶ ـــ زه نه شم کولای، چې دا کار ترسره کړم.
۷ ـــ فکر نه کوم، چې له ماسره به مینه ولري، ځکه چې هغه نه ماته پیغام رالېږې او نه هم برېښنا لیک او دغه راز نه هم راته زنګ وهي.
۸ ـــ ژوند عادلانه نه دی، کاشکې اوضاع لږ سمه شوې وای.
۹ ـــ زه له خپل بدن څخه کرکه لرمه.
۱۰ ـــ زه ډېر شرمېدلی او خجالت یم، کاشکې کولای مې شوای، چې ځان مې ورک کړی وای.
۱۱ ـــ زه د هغه په سطحه کې نه یم.
۱۲ ـــ زه نه شم کولای، باور وکړم، چې زما پرځای دې ټاکل شوی وي.
۱۳ ـــ دا کار له بریده زیات ستونزمن دی.
۱۴ ـــ زه نه شم کولای، چې په نورو باندې باور وکړم، ځکه چې ډېر زیات ګوزارونه مې خوړلي دي.
۱۵ ـــ زه به هم تسلیم شم.
بلغاریا: چمتو یوو چې افغانستان ته خپل سرتېري ولیږو
بلغاریا د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د استولو پر تیاري بوخته ده. د بلغاریا د دفاع وزیر امیل اوتیموف ویلي چې هېواد یې د ناټو د ... نور ولولئ