اروپايي ټولنه: افغانستان کي د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره اوربند ته اړتيا ده

خبريال: مدثر دعوت
په افغانستان کي د اروپايي ټولني ځانګړي استازي رولاند کوبيا د جګړې د دواړو شکيلو اړخونو څخه غوښتنه کړې چي اوربند وکړي.
کوبيا پر خپل ټويټر پاڼي ليکلي چي هر څوک د کرونا ويروس څخه د خونديتوب حق لري چي تر هرڅه وړاندي بايد اوربند وسي.
همدارنګه نوموړي ليکلي چي هرڅوک بايد د افغان حکومت سره د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر مرسته او همږغي وکړي.

رولاند ليکي: پر روغتيايي موادو پر سر بايد ماليه وانه خيستل سي، اړينو ځاينو ته بايد روغتياپالان لاسرسی ولري او کوم امنیتي ګواښ ورته نه وي.
تر اوسه پوري په افغانستان کي د کرونا ويروس ۲۲ مثبت پيښي ثبت سوي خو افغان حکومت او طالبان دواړه هيله لري چي د بنديانو په اړه يې توجه وسي.
په قطر کي د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين پر خپل ټويټر ليکلي چي د نړيوال روغتيايي سازمان او موسيسو سره هر ډول مرستي او کار ته چمتو دي خو له نړيوالو روغتيايي سازمانونو يې غوښتنه کړې چي ددوی د زرګونو بنديانو روغتيا ته پاملرنه وکړي.
افغان حکومت لا له وړاندي پر بنديانو او د هغوی د خپلوانو ترمنځ پر ملاقاتونو بنديز لګولی خو وايي د خپلو بنديانو د روغتيا په اړه چي د طالبانو سره دي انديښمن دي.
د زندانيانو د تنظيم اداري ويلي که څه هم په محبسونو کي د کرونا ويروس مشکوکه پيښه نده ثبت سوې خو په پلچرخي زندان کي يې ۲۰ بستريز روغتون ځانګړی کړيدی.
تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم طالبانو د خپلو زندانيانو او عامو وګړو د خونديتوب په خاطر د اوربند اعلان ندی کړی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي