د ملې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل ۳۶ کلن شو!

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خبر ورکړی، چې د ملې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل نن د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه ۳۶ کلن شو.
هغه ۳۶ کاله مخکې د افغانستان په کابل ولایت کې زېږېدلی.
افغان کرکټ بورډ ویلې، چې افغان کرکټ ملې لوبډلې لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د نوروز منګل په لوبډلمشرۍ وګټله.

نوروز منګل د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره د ۲۰۰۱م کال څخه بیا تر ۲۰۱۷م کال پورې کرکټ وکړ.
ښاغلي منګل د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۴۹ یو ورځنۍ، ۳۲  شل اوریزه، ۱۴ فرسټ کلاس او ۷۳ بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱۳۹ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۵۰۵ منډې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۸۳۲ منډې او په لست اې لوبو کې یې بیا ۱۶۹۶ منډې جوړې کړې دي.

د دې ترڅنګ هغه سلو توپ اچونه هم کوله، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۸، په شل اوریزه لوبو کې ۴، په فرسټ کلاس لوبو کې ۱ او په لست اې لوبو کې یې بیا ۱۰ لوبغاړي سوځولې دي.
نوروز منګل اوس د افغان کرکټ ملې لوبډلې مرستیال روزونکی دی.
هغه لوبغاړو ته د توپوهنې په برخه کې تمرینونه ورکوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ