اپریل 12, 2021

نوروز منګل: د راشد نیمګړتیاوې غټ روزونکي نشي موندلای؛ هغه ډېر ځیرک توپ‌اچونکی دی

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر نوروز منګل وايي، په توپ‌اچونه کې د راشدخان ارمان نیمګړتیاوي غټ ـ غټ روزونکي نشي موندلای، ځکه هغه یو ډېر ځیرک توپ‌اچونکی دی.
د افغان کرکټ بورډ له لوري د راشدخان ارمان د ستایني په مراسمو کې نوروز منګل وویل، چې د راشدخان وروستۍ لاسته راوړنه د افغان لوبډلې او د ټولو افغانانو لپاره یو غټ ویاړ دی.
هغه زیاته کړه:

«تراوسه پوري د راشدخان نیمګړتیاوې غټو ـ غټو روزونکو او ماهرینو ته نه معلومیږي، چې څنګه یې راګیر کړي، نو لویه وجه داده چې راشدخان ارمان یو ځیرک توپ‌اچونکی دی. الله ج چې کوم استعداد هغه ته ورکړی هیچا ته یې نه دی ورکړی. یقینن دا د راشدخان، د راشدخان د کورنۍ، د افغان لوبډلې او ټولو افغانانو لپاره یو ستر د افتخار ځای دی.»


نوروز منګل وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې راشدخان ارمان د کرکټ نړیوالې شورا له لوري لومړی په شل اوریزه سیالیو کې د یوې لسیزې په غوره لوبډله کې راغلی او بیا په یوه لسیزه کې د یاد فارمټ تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل شو.
له دې امله ولسمشرۍ ماڼې د افغان کرکټ بورډ په غوښتنه راشدخان ارمان ته د عالي دولتي مډال د ورکړې حکم صادر کړ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب