اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

د نړۍ نوي عجایبد نړۍ نوي عجایب

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

چیچن ایتزا کاستیلو هرم واقعاً د مکزیک له په زړه‌پورو توریستي جاذبو څخه ده. دا ودانۍ په ماهرانه ټوګه په دریو لایو کې جوړه شوې او د ټولو د حیرانتیا لامل ده. د دې هرم له زړه‌راښکونکو جوړښتونو څخه یو ۹۱ پټه زینې دي چې د ودانۍ په څلورو اړخونو کې موقعیت لري، چې مجموعاً ۳۶۴ پټه کېږي، خو لیدونکې باید یو بل پټ هم معبد ته درسیدو لپاره طی کړي. د دې لپاره چې د پټونو (زینې) تعداد د کال له ورځو سره سمون خوري په کال ۲۰۰۷ کال کې دا هرم له نویو عجایبو څخه وټاکل شو.

د آندس پرو، ماچوپیچو

ماچوپیچو یا ماچوپیکچو له جلا لرونکو تیږو او د اینکا کلاسیکه معماري پر بنسټ جوړ شوی ښار دی. لومړنۍ ودانۍ یې این تې هوآتانا یانې د لمر معبد د دریو کړکیو لرونکی د ماچوپیچو په مقدسه سیمه کې ده. دا ښار په کال ۱۴۵۰ کې د اینکا خلکو له خوا جوړ شوی او سلګونه کاله مخکې کله چې اسپانیایانو دا ځای ونیو اینکا خلکو پريښود.

پترا تاریخي ښار په اردن کې

پترا تاریخي ښآر د امان سویل ته په ۲۶۲ کیلومترۍ کې پروت دی، چې پخوا د نَبَطیانو د حکومت پلازمېنه وه. دا ښآر له میلاد څخه مخکې په ۴ پیړۍ کې جوړ شوی. د ډیری کسانو په وینا دا خارق العاده کندنکاري چې په تیګو کې شوې د هغه وخت د خلکو له توان څخه پورته وه او یوازې پیریان د دې ښار جوړونکي کېدای شي. پترا ښآر د ۲۰۰ کلونو لپاره د نَبَطیانو د حکومت ځای وه. پترا د نړۍ په فرهنګي میراث کې ځای لري.

کولسئوم په روم کې

کولسئوم د تماشاچیانو ځای د ایتالیا په روم ښار کې دی. کولسئوم د روم د امپراطورۍ تر ټول غټ د تماشاچیانو ځای دی. د څوکیو د ردیف تعداد یې ۵۰ زرو ته رسېږي او د ننوتلو لپاره ۸۰ وره (دروازې) لري. د خلکو د آسانه تګ او راتګ لپاره د مهندسۍ شاهکار بلل کېږي.

د چین دېوال

د چین دیوال تر ټولو غټه او اوږده تدافعي او نظامي ودانۍ د جوړولو د وخت له لحاظه په نړۍ کې ده. دا دېوال ۲۱۱۹۶ کیلومتره اوږدوالي د چین د جغرافیایي نقشې په امتداد پروت دی. د دې دېوال د جوړولو مقصد د مغولانو د حملو په مقابل کې له چین څخه محافظت و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ