فبروري 28, 2021

د کابل د نوي ښار پارک سینما ويجاړول پيل شول

ژباړه: عایشه حیدري

وړاندې تر دې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، ويلي و چې د نوي ښار سینما به په همدې اونۍ کې ويجاړه شي او پر ځای به یې جوړه شوې طرحه هم پلې شي.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د کابل د ښاروالۍ وياندې سميرا رسا وويل، چې د دغې سینما ودانۍ د‌ بیارغونې شونتيا نه شته، نو ځکه ويجاړېږي خو پر ځای یې د بلې ټاکلې طرحې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
امرالله صالح څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د دغې سینما پر ځای به پرته د ودونو تالار څخه جوړه شوې طرحه د ښاروالۍ په چوپړ کې ورکول کېږي.
صالح لیکلي و، چې د کابل ښار د پارک سینما به په روانې اونۍ کې ورانه شي. هغه له ښاريانو څخه وغوښتل چې د سینما د ورانولو پر ځای دغې سینما لپاره نوې طرحې د کابل ښاروالي سره شریکې کړي.
خو د افغان فلم مشرې صحرا کريمي بيا د امرالله صالح د دغې غوښتنې په غبرګون کې ويلي، چې د يوه هنري، تاريخي او فرهنګي اثر په توګه د پارک سینما ورانول د تاریخ، فرهنګ، هنر او سینما د له منځه وړلو معنا لري.
نوموړې ټينګار کوي، چې ورانول حللاره نه ده او دغې سینما د ورانولو پر ځای باید د سینما بیارغونه وشي.
مېرمن کريمي ويلي وو، چې د هېواد ۳۸ سینماګانوله ډلې چې ۱۸ یې په کابل کې واقع دي، يوازې دوه سینماوې د نندارچيانو پر مخ پرانيستې دي. د نوموړې په وينا چې په دغو دوو سینماګانو کې هم فلمونه په ډېره ټيټه کچه او کیفیت باندې نندارې ته وړاندې کېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د پاکستان په سوپرلیګ کې مجیب ځدران ښه نه لوبیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی مجیب ځدران، چې د پاکستان سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې سره لوبیږي، تر دې دمه یې درې لوبې ترسره کړې دي، چې ... نور ولولئ