نوین‌الحق انګلستاني لیګ کې ۱۷ ویکټې اخیستې دي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي نوین‌الحق، چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د لېسټر شایر لوبډلې سره لوبیږي، په ۱۰ لوبو کې یې ۱۷ ویکټې اخیستې دي او په یاد لیګ کې ترټولو زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی.

 

 

انګلستان لیګ کې لس مخکښ ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

 

۱ـ نوین‌الحق: لیسټرشایر لوبډله، ۱۰ لوبو کې یې ۱۷ ویکټې اخیستې دي.

۲ـ براتوېت: برمینګم لوبډله، ۸ لوبو کې یې ۱۵ ویکټې اخیستې دي.

۳ـ لیوان بیک: ډیربي شایر لوبډله، ۱۰ لوبو کې یې ۱۵ ویکټې اخیستې دي.

۴ـ سکریم‌شاو: ډیربي شایر لوبډله، په ۸ لوبو کې یې ۱۴ ویکټې اخیستې دي.

۵ـ هوډسن: ډیربي شایر لوبډله، ۱۰ لوبو کې یې ۱۴ ویکټې اخیستې دي.

۶ـ کارټر: نوتینګام شایر لوبډله، ۹ لوبو کې یې ۱۳ ویکټې اخیستې دي.

۷ـ سام کوک: ایسیکس لوبډله، په ۹ لوبو کې یې ۱۳ ویکټې اخیستې دي.

۸ـ پارکینسون: لیسټر شایر لوبډله: ۱۰ لوبو کې یې ۱۳ ویکټې اخیستې دي.

۹ـ هارمر: ایسیکس لوبډله، ۹ لوبو کې یې ۱۳ ویکټې اخیستې دي.

۱۰ـ مېلنز: کینټ لوبډله، په ۹ لوبو کې یې ۱۳ ویکټې اخیستې دي.