دا ځلې ځوان نوین الحق

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ بورډ دا ځلې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق ستایلی.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې نوین الحق په شپږیزه کرکټ لیګ کې دویم ډېرې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی.
د بورډ په خبره نوین الحق د شپږیزه کرکټ لیګ په ۲۹ لوبو کې ۴۴ ویکټې اخیستې دي.

دا چې نوین الحق تازه په ملې لوبډله کې اخیستل شوی، تر اوسه یې ملي لوبډله کې دوې ټیسټ لوبې او یوه بیا شل اوریزه لوبه ترسره کړې ده.
هغه په ټیسټ لوبو کې دوې او په یاده یوه شل اوریزه لوبه کې یوه ویکټه اخیستې ده.
د دې ترڅنګ دا ځلې نوین الحق د ویسټ انډيز په کورنیو سیالیو کې د لومړي ځل لپاره اخیستل شوی دی.

د نوین الحق ترڅنګ په دې لیګ کې ۶ نور افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، نجیب الله ځدران، رحمن الله ګربز او نوراحمد لکڼوال هم اخیستل شوي دي.
د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» د راتلونکې اګیسټ میاشتې له ۱۸ مې بیا د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې ترسره کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.