په بلاسټ سیالیو کې د نوین‌الحق بریالی سفر پای‌ته ورسېد

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې نوین‌الحق

 

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې سږ کال افغان لوبغاړی نوین‌الحق د لیسټر شایر لوبډلې سره ولوبېد او تېره شپه یې ورسره وروستۍ لوبه ترسره کړه.

نوین‌الحق له خپلې لوبډلې سره ۱۴ لوبې وکړې او په یادو لوبو کې یې ۲۶ ویکټې واخیستې.

هغه اوس ددې لیګ د زیاتو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو د لیست په سر کې شتون لري او ترټولو لوبغاړو یې زیاتې ویکټې اخیستې دي.

 

تر وروستۍ لوبې وروسته د نوین‌الحق څرګندونې

 

نوین‌الحق تازه پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې له لوبډلې او د لوبډلې له لوبغاړو څخه ځانګړې مننه کړې ده.

 

 

د نوین‌الحق په اړه د لیسټرشایر لوبډلې څرګندونې

 

دا چې نوین‌الحق د انګلستان په یادو سیالیو کې ترټولو مخکښ ویکټ‌اخیستونکی و، نو لیسټر شایر لوبډلې پر خپلې ټویټرپاڼې ورڅخه د ټولو ویکټو په اخیستلو او د زیاتو هڅو کولو په پار مننه کړې ده.

دې لوبډلې د نوین‌الحق لپاره په راتلونکي کې د ښه لوبېدو هیله کړې.