ویاړ؛ نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې ترټولو زیاتې ۲۴ ویکټې اخیستې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې ۲۴ ویکټې اخیستې دي او په دې لیګ کې ترټولو لوبغاړو مخکښ ویکټ اخیستونکی دی.

نوین‌الحق، چې د انګلستان په یاد لیګ کې د لیسټرشایر لوبډلې سره لوبیږي، په ۱۳ لوبو کې یې ۲۴ ویکټې اخیستې دي.

 

انګلستان لیګ کې لس مخکښ ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

 

۱ـ نوین‌الحق: لیسټرشایر لوبډله، په ۱۳ لوبو کې یې ۲۴ ویکټې اخیستې دي.

۲ـ هارمر: ایسکس لوبډله، په ۱۲ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

۳ـ سام کوک: ایسیکس لوبډله، په ۱۲ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

۴ـ بریتوېت: بیرمینګام لوبډله، په ۱۰ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

۵ـ بلک کولین: میډلیسیکس لوبډله: په ۱۱ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

۶ـ جاک بال: نوتینګام شایر لوبډله، په ۹ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

۷ـ پارکینسون: لیسټرشایر لوبډله، په ۱۳ لوبو کې یې ۱۷ ویکټې اخیستې دي.

۸ـ چارلي موریس: وریسټر شایر لوبډله، په ۱۲ لوبو کې یې ۱۷ ویکټې اخیستې دي.

۹ـ سټوېن پین: میډلیسیکس لوبډله، په ۱۲ لوبو کې یې ۱۶ ویکټې اخیستې دي.

۱۰ـ پوټس: ډورهام لوبډله، په ۱۲ لوبو کې یې ۱۶ ویکټې اخیستې دي.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ