نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري.

نوین‌الحق چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د لیسټر شایر لوبډلې سره لوبیږي، په ۶ لوبو کې یې ۱۱ ویکټې اخیستې.

 

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې تر دې دمه زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي

 

۱ـ سام کوک؛ اي سیکس لوبډله، ۶ لوبې او ۱۱ ویکټې.

۲ـ ليوان بیک؛ ډیربیشایر لوبډله، ۷ لوبې او ۱۱ ویکټې.

۳ـ نوین‌الحق؛ لیسټرشایر لوبډله، ۶ لوبې او ۱۱ ویکټې.

۴ـ کالاسین؛ کینټ لوبډله، ۶ لوبې او ۱۱ ویکټې.

۵ـ بریتوېت؛ بریمینګم لوبډله، ۶ لوې او ۱۰ ویکټې.

۶ـ پارکینسون؛ لانکاشایر لوبډله، ۶ لوبې او ۱۰ ویکټې.

۷ـ سټېون پین؛ میډ لیسیکس لوبډله، ۵ لوبې او ۱۰ ویکټې.

۸ـ مېلنز؛ کینټ لوبډله، ۶ لوبې او ۱۰ ویکټې.

۹ـ تامپسون؛ یارک شایر لوبډله، ۴ لوبې او ۱۰ ویکټې.

۱۰ـ پېرګوسن؛ یارک شایر لوبډله، ۵ لوبې او ۹ ویکټې.

 

وروستي مطالب