نوین‌الحق له خپلې انګلستانۍ لوبډلې سره یوځای شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان تېز توپ‌اچونکی نوین‌الحق سږ کال د انګلستان په کورنیو سیالیو کي اخیستل شوی، چې په همدې موخه پرون چهارشنبه د خپلې لوبدلې لیسټر شایر سره یوځای شو.

نوین‌الحق څو ورځې مخکې انګلستان ته سفر کړی و، خو د کورونا وبا له امله هلته کرنتین و او د کرنتین څخه وروسته پرون له خپلې لوبډلې سره یوځای شو او تمرینونه یې پیل کړل.

نوین الحق پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې خپل داسي انځور خپور کړی، چي د لیسټر شایر لوبډلې لباس یې په تن دی او ورسره لیکلي یې دي، چي په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې له لیسټر شایر لوبډلې سره هر څه سم دي او له هغه وروسته لیسټر شایر لوبډلې ورڅخه مننه کړې.

 

 

د انګلستان سیالۍ او پکې افغان لوبغاړي

 

ټاکل شوې د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې جون میاشتې په ۹مه نېټه د اتلس لوبډلو ترمنځ پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پوري به دوام وکړي.

د راپورونو له مخې ددې لیګ په سږنیو لوبو کې نوین‌الحق ترڅنګ راشدخان، مجیب‌ځدان، محمدنبي عیسی خېل او قیس‌احمد اخیستل شوي.

 

وروستي مطالب