نوین الحق په سي پي اېل لوبو کې بیرته واخیستل شو

د کرېبېئن یا ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په ۲۸ مه د شپږ لوبډلو په ګډون پیلیږي او د سپټمبر تر ۱۹ مې نېټې به وغځېږي.

د دې لوبو لپاره سر له اوسه لوبډلې د لوبغاړو په راټولولو لګیا دي او ځېنو لوبډلو خپل پخواني لوبغاړي له ځان سره وساتل یا یې رېټېن کړل.

د ګڼو لوبغاړو په منځ کې افغان چټک توپ اچوونکی نوین الحق هم شامل دی.

لوبډلې او رېټېن لوبغاړي

نوین الحق د افغان لوبغاړو له منځه رېټېن شوی دی، محمدنبي او راشدخان د ډېرې بوختیا له امله نه دي اخیستل شوي، دوی به د خپلې ملي لوبډلې په ګټه لوبېږي او همدارنګه مجیب الرحمن هم په سي پي اېل لوبو کې تر اوسه نه دی اخیستل شوی.

مجیب الرحمن تېر کال سي پي اېل کې ۱۶ وېکټې اخیستې وې او تر ټولو مخکښ وېکټې اخیستونکی و.

سېنټ لوشیا زوکس لوبډله

دې لوبډلې انډری فلېچر، کېسرېک ویلیمس، رکیم کارنوال، روسټن چیس، اوبېډ مک کای، مارک ډیال او جاوېل ګلېن اخیستي دي.

سېنټ کېټس او نیویس پېټرېټس

ډوېن براوو، ایوین لیویس، فابین الېن، شېرفېن رترفورډ، شېلډن کاټرېل، ریاد ایمرېت، جان روس جګیسار، دومېنېک ډرېکس او جوشوا ډېسیلوا.

باربادوس ټرایډېنټس

جېسن هولډر، جانس چارلېس، شی هوپ، کایل مایرس، هایډن والش، ریمون ریفیر، جسټېن ګریفز، اېن یم یانګ او جوشوا بېشاپ.

ګویانا امازون وریئرز

نیکولاس پوران، شېمرن هیټمېر، عمران طاهر، برېنډن کېنګ، نوین الحق، روماریو شېرفېرډ، چندرپال هیمراج، اوډین سمېت، انتوني برمبل، کېوېن سېنکلېر او اشمیډ نېډ.

جمېکا ټلاواس

انډری رسل، کارلوس برېتوېټ، رافمن پاول، فېدل اېډوارډز، ویراسمي پېرمال او ریان پرساډ.

ټرېنباګو نایټ رایډرز

کیرن پولارډ، سونېل نرېن، ډېرین براوو، کولېن منرو، لېنډل سیمونس، سکندر رضا، کاري پير، انډرسن فیليپ، دېنېش رامدین، ټیون وېبسټر، اکیل حسین، جایډن سیلس او علي خان.

د سي پي اېل لوبو اتلولۍ

په ۲۰۱۳ کې تاسیس شوی دی، چې لومړی ځل اتلولي جمېکا ټلاواس وګټله، ۲۰۱۴ کې باربادوس ټرایډېنټس، ۲۰۱۵ کې ټرېنېډاډ او ټوباګو لوبډلې، ۲۰۱۶ کې جمېکا ټلاواس لوبډلې، ۲۰۱۷ کې ټرېنباګو نایټ رایډرز، ۲۰۱۸ کې هم ټرېنباګو نایټ رایډرز، ۲۰۱۹ کې باربادوس ټرایډېنټس او ۲۰۲۰ کې ټرېنباګو نایټ رایډرز اتلولي وګټله.




وروستي مطالب