نوین الحق؛ ما پورلارډ حیران کړ!

د افغانستان ۲۱ کلن ښي لاسی چټک بالر نوین الحق وایي، ما پولارډ حیران کړ او غوښتل مې چې هغه پوه شي، چې د نوین الحق راتلونکی توپ به لا خطرناک وي.
د ۲۰۱۹م د نومبر په ۱۴ مه افغانستان او ویسټ انډیز سیریز پیل کړی و، چې دې لوبه کې نوین الحق دوه سلو بونسر توپونه د ویسټ انډیز په لوبډلمشر کېرون پولارډ مېس کړل او له دې وروسته نوین الحق د پولارډ د احساساتي کولو هڅه وکړه او هغه سره یې لفظي خبرې تبادله کړې.
پولارډ له لفظي شخړې وروسته د نوین الحق دوه توپونه پولې کړې، یو توپ یې د لانګ پر سر شپږیزه کړ او بل توپ یې مخامخ څلوریزه کړ، له دې وروسته پولارډ راغی او پر نوین الحق یې اکشن واخیست او د خپلې وړتیا څرګندونه یې وکړه.
د نوین الق یوه مرکه کرېک انفو خپره کړې او دې مرکه یې نوموړې وېب پاڼې د نوین الحق له قوله لیکلي، چې نوین الحق غوښتل پولارډ حیران کړي او د راتلونکو توپونو پر وړاندې پولارډ وویروي.
نوین الحق ویلي: “له دې چارې زما موخه دا وه، چې زه د نړیوالو ستورو توپ وهونکو پر وړاندې ځان ازمایم او خپله توپ اچونه لا یقیني او په زړه پورې کړم.»
افغان لوبډلې ۲۰۱۹م په نومبر میاشت کې په شل اوریزو لوبو کې ویسټ انډیز ته دوه د یوې لوبې پر وړاندې ماته ورکړه او یوه لوبه کې کریم جنت د پنځه وېکټو په اخیستلو سره د نړیوالو غوره بالرانو په قطار کې ځای ونیو او د غوره بالېنګ څېرو توپ اچوونکو کې حساب شو.
له دې وروسته د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ یا بي پي ایل کې نوین الحق له سېلهېټ تندر کرکټ لوبډلې سره ولوبېده، چې توپ اچونه یې بیخي نامي وه او د فسټ بالرانو په منځ کې په نوین الحق ډېر باور کېده او یوه لوبه کې یې سوپر اوور هم په نوین الحق وکړ، مقابل کې یې مجیب الرحمن په کومېلا وریئرز لوبډله کې لوبېده، چې هغه هم سوپر اوور وکړ او لوبه بیا مجیب الرحمن دې وګټله.
د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته پکار ده، چې د نړۍ هر ډول لوبغاړو پر وړاندې جدي ولوبېږي، وېره ونه کړي او د نوین الحق په څېر ډاډه ولوبېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ