مارچ 8, 2021

نوین الحق د ویسټ انډیز په کورني لیګ کې یوځل بیا له ګیانا امازون سره یوځای شو

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ په کورنیو تجارتې لوبو کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق د خپلې پخوانۍ لوبډلې ګیانا امازون وایررز لوبډلې سره یوځای شو.
نوین الحق چې تېر کال هم په دې لیګ کې له ګیانا امازون لوبډلې سره لوبېدلی و، د سږ کال لپاره پر یوځای کېدو یې خوښي ښوودلې.
هغه پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې لیکلې، ستاسو ریښتنی ورور خوښ دی، چې سږ کال یو ځل بیا له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.


د ویسټ انډیز کورنی تجارتي لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳م کال کې ترسره شو او له هغه راهیسې هر کال ترسره کیږي
د یاد لیګ په تېر پړاو کې د نوین الحق ترڅنګ ګڼ نور افغان لوبغاړي هم ولوبېدل او له ځانه یې خپلې وړتیاوې وښوودلې.

نوین الحق په ګیانا امازون وایررز لوبډله کې

افغان لوبغاړي نوین الحق د ویسټ انډیز په کورني لیګ کې له خپلې لوبډلې ګیانا امازون سره لس لوبې ترسره کړې.
هغه په یادو لوبو کې ټول ټال ۱۱ ویکټې یې واخیستې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ