
راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمداشرف غني په اروپا کې د ناټو متحدو ځواکونو ارشد قومندان جنرال ټاډ والټرز سره وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د ناټو ملکي سفیر هم حضور درلود، دواړو لوریو د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ملاتړ په اړه، بحث او خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ جنرال ټاډ والټرز د ناټو سازمان سرمنشي پیغام او نېکې هیلې جمهوررئیس غني ته وړاندې کړې او وې ویل:
«له افغانستان څخه د ناټو سازمان ملاتړ دوامدار دی او تر هغو یې چې افغانان غواړي، دوام به ولري.»
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ ښاغلي غني له افغانستان په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له امله د ناټو سازمان د همکاریو قدرداني وکړه.
دا ناسته په داسې مهال ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل جریان لري. په خوا کې یې په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو پرانیسته شوې ده، خو تر اوسه پر مسایلو د بحث کولو لپاره سره بشپړ توافق ته نه دي رسیدلي.
بل پلو اوس مهال ناټو ځواکونو له افغان ځواکونو سره د روزولو په برخه کې مرسته کوي او په ځلونو یې له افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه تکرار کړې ده.