سپورټ کرکټ

هغه ځوان چې له کوڅې څخه آی پي اېل، او د هندوستان ملي ټیم ته ورسېد

تنګاراسو نټراجن هغه هندی کیڼ لاسی بالر دی، چې د ۲۰۲۰م په آی پي اېل کې تر ځلېدلو وروسته د هندوستان لوبډله کې هم ښه ولوبېد.

نوموړی په ۱۹۹۱م کې د هندوستان په ټامیل ناډو ایالت کې زېږېدلی دی او اوس ۲۹ کاله عمر لري.

هغه په کیڼ لاس چټکه توپ اچونه کوي او لوبې یې په زړه پورې دي.

۲۰۱۷م آی پي اېل کې نټراجن د پنجاب لوبډلې وپېره په دې لیګ کې ده ته په هېڅ لوبه کې د لوبېدلو اجازه ورنه کړل شوه او ټول کال په بینچ یا څوکۍ ناست و.

خو له دې وروسته په چینای لوبډله کې هم واخیستل شو، خو یادې لوبډلې هم ونه لوباوه او یواځې یې پرې اوبه وړلې، راوړلې.

خو ۲۰۲۰م کې یې د بالېنګ اکشن صفا شو او بالاخره د حیدراباد لوبډلې ورته کافي وخت ورکړ.

نټراجن په حیدراباد لوبډله کې دومره ښه توپ اچونه وکړه، چې بالاخره د هندوستان د غوراوي کمېټې پام ور واوښت او د اسټرالیا خلاف شل اوریز سیریز کې یې وخت ورکړ.

په خپله لومړۍ لوبه کې یې ۲۲ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.

په وروستۍ لوبه کې یې هم یوه وېکېټ واخيسته او تر نورو هندي بالرانو ښه وځلېد.

ویرات کولي؛ نټراجن کولای شي، ۲۰۲۱م نړیوال جام ته لار پېدا کړي

ویرات کولي له اسټرالیا څخه د شل اوریزو لوبو تر ګټلو وروسته وویل، چې نټراجن به ۲۰۲۱م نړیوال جام کې د هندوستان په ملي لوبډله کې ولوبول شي.

هغه ویلي چې اوسمهال د بومرا او شمي باتجربه بالرانو په نشتون کې نټراجن خورا ښه انتخاب دی.

کولي په ټېسټ لوبو کې د نتراجن لوبول ګټور بللي دي او ښایي د اسټرالیا خلاف څلورو ټېسټ لوبو کې ولوبول شي.

د نټراجن تجربه

نوموړی له هغو تجربو برخمن دی، کوم چې یې نور هندي فسټ بالران يې لري.

نوموړی اوټ سوېنګ، اېن سوېنګ، ریورس سوېنګ، اف کټر، لېګ کټر، چېنج اف پېس او نوره توپ اچونه کولای شي او مثبت تمام شوی دی.

هغه توپوهونکي نه پرېږدي چې لوړ شاټونه پرې ووهي.

نټراجن له کوڅو راغلی.

د هندوستان کرکټ بورډ داسې هڅه هم کوي، چې ځېنې لوبغاړي له سټریټ یا کوڅو څخه لوبو ته را اخلي.

د اجینکیا رهانی په اړه هم دا ویل کېږي، چې هغه له کلیوال کرکټ څخه د هندوستان ټیم ته راغلی دی.

اوس د نټراجن په اړه هم دا تاثر دی، چې هغه فطري وړتیا لري او کسبي کرکټ یې نه دی کړی.

یعنې اکاډمي یې نه ده لوبولې.

له ۲۰۱۷م څخه وړاندې د هغه د توپ اچونې د ډول یا اکشن په اړه انتقاد و، چې ګواکې هغه ګوزار کوي؛ خو وروسته یې توپ اچونه چېک شوه او په دې ډول نوموړي ته د هندوستان په داخلي لوبو کې د لوبېدلو اجازه ورکړل شوه.

د نوموړي ځیرکتیا د دې سبب شوه، چې آی پي اېل ولوبوي او ورپسې یې د هندوستان ملي بیرغ په اسټراليا کې ورپاوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ