سرسکالو سیاست له نړۍ

د اسرایل ډار؛ د مهم ایراني تر ترور وروسته د حزب الله مشر پټیږي

سرچینه: اینډیپندنټ فارسي
ژباړه: عایشه حیدري

د حزب الله رهبر هر ډول خوځښتونه او ګرځېده را ګرځېده بند کړي دي.

د اسرایل د ۱۳ ټلويزيوني چینل د راپور پر بنسټ، د حزب الله رهبر حسن نصرالله د محسن فخري زاده تر وژل کېدو وروسته له دې وېرې چې راتلونکې موخه به یې دی وي، نامعلوم پټنځای ته تللی او هر ډول خوځښتونه او ګرځېده را ګرځېده لغوه کړي دي.

د ایران د هستوي او نظامي چارو مشر او متفکر مغز، محسن فخري زاده د جمعې پر ورځ د ابسرد دماوند کې ووژل شو. د ایران د چاروکو لومړنۍ موندنې ښيي چې اسرايل په دغه برید کې لاس لري خو د اسراییلو نوم نه اخلي او یوازې دومره وايي چې د مزدورانو او جنایتکارانو کړنه ده.

ګمان کېږي چې شاید ایران نیابتي ځواکونه او د حزب الله پلویان به دغې پېښې ته غبرګون وښيي.

اسرایل ټایمز لیکي، داسې گمان کېږي چې د حزب الله رهبر به هم له ډېرو کلونو راهيسي د اسرایل په تور لیست کې پروت وي، چې نوموړی له همدې وېرې پڼځای ته پناه وړې ده او خپلې اړیکې او فعالیتونه یې را کم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې محسن فخري زاده د رسنیو لپاره يوه نه پېژندونکې څېره وه او تر څه وخت وړاندې پورې د هغه هېڅ انځور نه و خپور شوی.

که څه هم اسراییلي چارواکو د فخري زاده د موخې ګرځولو خبره نه ده تایید کړې، خو د اسرایل د ټایمز راپور ښيي چې د اسراییلو په ټولو سفارت خونو کې د خبرداري کچه تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې ده. په ورته وخت کې د اسراییلو پوځ د ایران په نیابت د سوريې او لبنان له لوري د سمدستي غبرګون د تیاري وړاندوينه نه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ