ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د روغتيا نعمت د نشې په لعنت مه تبا کوئ

لیکنه: شپنه سلګۍ

ليکنه: شپنه سلګۍ

د هغو څېړونو له مخې چې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو د ادارې له خوا شوې، ښيي، چې نشه په افغاني ټولنه کې يوه جدي ستونزه ده او ډېر زيانونه رامنځته کوي. په نشه روږدېدل نه يوازې دا چې معتاد ته رواني او جسمي ستونزې راولاړوي، بلکې کورنی اقتصاد کمزوری کوي، د دې تر څنګ ټولنه هم له ځینو ناخوالو سره مخ کوي.

زموږ په ټولنه کې د نورو ناخوالو کمی و، چې دا هم پری علاوه شوې زما په اند دا د افغاني کمزوري ټولنې پر اوږو تر ټولو دروند بار دی، چې پورته کول یې کلونه وخت ته اړتیا لري، پخوا به خلکو نصواري ته نشه‌یي وایه، راشئ وګورئ اوسمهال چرسي هم څوک په نشه‌یانو کې نه شماري، ځکه اوسني نشیان په تریاکو، هیروئینو، پوډرو او تر ټولو بد څیز د شيشې په نشه معتاد او اخته دي.

د هغو سيمو ملا امامان چې نشه‌یان پکې پرېمانه دي، تر ډېره بريده کولای شي د نشې په مخنيوي کې لازمه مرسته وکړي. په نشه د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ کورنۍ هم هم دنده لري، چې د خپلو اولادونو ناسته پاسته وڅاري او په نشه روږدي کسان سالم کاروبار ته وهڅوي.

د یادولو وړده چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو له وجې ډېری افغانانوایران ته د مزدورۍ په تمه لاړل او هلته په نشو اخته شول، په هېواد کې د معتادینو اتیا سلنه معتادین هغه کسان جوړوي، چې له ایران څخه راستانه شوي.

په اخر کې له بین المللی ټولنې او افغان دولت څخه غوښتنه کوو، چې د دې ناوړه پدیدې په ورکولو او له منځه وړلو کې غفلت ونه کړي او په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي، ځکه دا ناوړه او شومه پدیده زموږ د ټولنې د ملا تیر ځوان تباه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ