ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

نارسېزم يا پر ځان مينېدل

مرکه: صدیقه پوپلزۍ

مور یې په سپین سر ناسته وه او هرې خواته یې حیران حیران کتل، ویل یې زوی مې راوستلی له هېچا سره جوړ نه راځي. له ټول کلي سره یې دښمني راخیستې، په خسرخېلو کې له ټولو څخه ځان لوی ګڼي، په مېرمنه ظلم کوي، ډاکټر ته نه راته، ویل یې زه له ډاکټره ډېر پوهېږم، په هېچا کې هم ری نه وهي، فکر کوي، چې ډېر مهم او لوی سړی دی، زړه یې راخوړلی.

په همدې خبرو کې وو چې ځوان په خبرو کې را ګډ شو، فکر کوم له ما سره یې د مور کومه خبره واورېده، ماته یې ویل ته څوک یې ما ورته وویل زه خبریاله یم، تر دې وړاندې چې خبره مې خلاصه کړم دی په خبرو سر شو؛ د ډېری ټلویزیونونو مشران مې ملګري دي، ما ویل زه ټلویزیون کې خبریاله نه یم، وای خی نو چېرته کار کوې، ما ویل زه له ویبسايټ سره کار کوم.

ده راته وویل ښه! نه نه زه له وړو خلکو سره ملګرتیا نه ساتم، دا عادي خلک ډېر کوښښ کوي، خو زه وخت نه ورکوم، لڼده دا چې دې ځوان د خپل اصلیت، تحصیل، اړیکو، لیاقت او… ډېرې لافې راته ووهلې چې رښتیا ووایم غوسه مې هم ورته راغله، ما ویل استاد ته دې آفرین وي، څومره حوصله لري، اروایي درملنه واقعاٌ چې سخته ده. په همدې کې وم چې نوبت مې راورسېد.

پوپلزۍ: استاد سلام د نارسېزم نوم مې یو وخت اورېدلی و، خو سمه نه پرې پوهېدم، له همدې امله مې پر دې اړوند لوستل پیل کړل کرار کراره پوهه شوم چې دا یوه اروایي ګډوډي ده، خو لا مې هم د دې کډوډۍ په اړوند ډېرې پوښتنې په ذهن کې حل نه دي او غواړم داسې یې پیل کړم چې نارسیزم څه دی؟

استاد عظیمي: په افسانوي کیسو کې داسې راغلي چې پخوا وختونو کې یو کس په ځان دومره مین شو چې کله به یې اوبو کې خپله څېره ولیده، نو بیا یې نشوای کولای له اوبو څخه خپلې سترګې بل خوا کړي کرار کراره یې له ځان سره د مینې کچه ډېرېده او تر دې ورسېده چې د اوږد مهال لپاره د سمندر غاړه کې پاتې شو، ډېر ډنګر او په بد حال شو بالاخره همالته مړ شو پر ځای یې یو ګل شین شو چې نارسیس یې باله او موږ هغه ګل ته نرګس وایو.

دا یوازې یوه افسانه ده، خو له علمي اړخه د نارسېزم اصطلاح له همدې کلمې څخه اخیستل شوې.

نارسیزم یا ځان خوښي له خپل ځان سره افراطي مینه ده چې یاد افراطیت د اخته کس په ژوند باندې ژور منفي اغېزه کوي.

پوپلزۍ: استاد په دې اړوند څېړنو هم کوم څه په ډاګه کړي؟

استاد عظیمي: هو بالکل! څېړنو ښودلې چې نارسېزم پټ او ښکاره حالتونه لري. ډېری کسان چې د ځان ډېر انځورونه اخلي او په مبایل کې یې ساتي بیا بیا یې ګوري او له لیدو یې نه مړېږي، پټ نارسېزم لري، خو هغوی چې یوازې د ځان خبره مني، د نورو خبرو ته غوږ نه نیسي، ځان لوی او ښکلی ورته ښکاري، تل په آیینه کې ګوري او ډېرې سلفیانې اخلي پر ښکاره نارسېزم اخته دي.

له بل لوري په ۲۰۱۹م په اېرلېنډ کې یوې څېړنې وښوده چې ډېری ځان‌خوښوونکي کسان قوي سټرس او ژورخپګان تجربه کوي.

پوپلزۍ: استاد ځان خوښي کومې نښې لري؟

استاد عظیمي: پر ځان مین کسان له ځان سره د ډېرې مینې له امله نور رټي، ځکه چې د نورو په رټلو سره د لویۍ احساس کوي او ښایي دا یې د لویۍ او ځان‌خوښۍ لپاره انرژي وګرځي. یا کسان ډېر بې پروا وي د هېچا خبرو ته هم غوږ نه ږدي، که یې څوک د دې ناوړه چلند په اړوند خبرې وکړي بد رد ورته وایي ګواښي یې. د نړۍ په کچه له ځانه بل لوی کس نه ویني او تل لویې لویې خبرې کوي، ځان تر ټولو هوښیار او ځانګړی ورته ښکاري، یاد کس له خپل ځانه راضي وي، خو نور ورڅخه ناخوښ وي، ځکه هېڅکله له چا سره د زړه خواله او خواخوږی نه کوي.

د دې تر څنګ نارسیسټ کسان کینه او کبر کوي چې په مذهبي ټولنو کې د خلکو بېخي ډېر بد ور څخه راځي.

پوپلزۍ: استا د دې ګډوډۍ لاملونه څه دي؟

استاد عظیمي: د ځان‌خوښۍ لاملونه هم د نورو ګډوډیو په څېر ډېر دي، خو موږ یې څو اړینو لاملونو ته اشاره کوو، په ماشومتوب کې ماشوم ته له کچې ډېره یا نه پاملرنه هغه پر دې ګډوډۍ اخته کولای شي، ځکه که ماشوم ته پاملرنه ونه شي او تل عاطفي تشه احساس کړي، نو په راتلونکي کې د یادې تشې ډکولو په موخه ځان ته ډېر ارزښت ورکوي یاد ارزښت کرار کراره په لویۍ اوړي او کس د نارسېزم لور ته بیایي او که ماشوم ته له کچې ډېره پاملرنه وشي، ډېر ناز ورکړل شي او نازولی عادت شي دا خو بیا ښکاره ده چې موږ ماشوم ته د لویوالي او ښکلا روزنه ورکوو.

ماشوم په همدې فکر روزل کېږي او یو وخت کیسه تر نارسېزم پورې رسېږي، همدارنګه محرومیتونه هم نارسېزم ته لار هواروي. هغه کسان چې اوږدمهاله خوړیز محرومیت او بېوزلي تجربه کوي او یو ناڅاپه بډای او ځواکمن کېږي دا چې په لومړي ځل شتمني تجربه کوي، نو د لویۍ او ځان‌خوښۍ احساس یې اوج ته رسېږي، آن لۀ خپل ځواک څخه پر ناسمه ګټنه پایښت مومي، بل لامل یې لۀ مور و پلار یا نورو کسان څخه زده کول دي، کۀ چېرې پلار، مور یا د کورنۍ کوم بل غړی نارسېزم ولري، نور یې ورڅخه زده کوي او پر دې ګډوډۍ اخته کېږي.

پوپلزۍ: استاد تر ډېره مو پرې پوهه کړم اوس به یې د پایلو په اړوند راته ووایاست؟

استاد عظیمي: نارسېرم ښې او بدې پایلې له ځان سره لري. ښې پایلې یې هماغه د ځان درناوي او پر ځان باور مسئله ده، خو بدې پایلې یې بیا خورا خطرناکې دي، ځکه اخته کس ته کرکه پیدا کوي، دا کرکه کرار کراره زور اخلي او تر ظلم پورې رسېږي او ښایي مرګ او وژنې ته لار هواره کړي.

همدارنګه ژر غوسه کېدل، اضطراب، د بدني انرژۍ له لاسه ورکول، ژورخپګان او وادۀ ته زړۀ نۀ ښۀ کول یې نورې پایلې دي چې پۀ اوږدمهال کې ښایي د اخته کس ژوند ګډوډ او لۀ ستونزو سره مخ کړي.

پوپلزۍ: استاد مخنیوی یې هم کولای شو؟

استاد عظیمي: البته چې هو! له نارسېزم څخه د مخنیوي په‌پار باید ماشوم ته پر منځنۍ کچه پاملرنه وکړو داسې چې نه ډېره وي، نه کمه. همدارنګه مور و پلار باید پر ماشوم باندې منطقي محدودیتونه وضع کړي داسې چې له محدودیت وړاندې یې په اړوند وضاحت ورکړي، د زورواکۍ او رټلو مخه ونیسي، چې په اوږدمهال کې نارسېستي ستونزې ونه زېږوي د دې تر څنګ د نارسېزم په اړوند لوستل او پوهاوی یې هم مخه نیولای شي او هرکله چې د نارسېزم نښې احساسېږي، نو ژر باید له یوه مسلکي ارواپوه څخه مرسته وغوښتل شي.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې پۀ توګه که راته ووایئ چې څنګه یې درملنه وکړو؟

استاد عظیمي: لۀ بده مرغه ډېری نارسېستان درملنې ته لۀ حاضرېدو ډډه کوي، ځکه درملنه تل د دویم کس پۀ وسیله ترسره کېږي او دوی پر ځان باندې د دویم کس سپارښتنې نشي منلای او دا یوه لویه مسئله ده، خو لۀ دې کسانو سره باید ډېر احتیاط وشي تل درناوی ورته وشي وهڅول شي وننګول شي او بالاخره درملنې ته حاضر کړای شي، خو کۀ بیا هم درملنې ته زړۀ ښۀ نۀ کړي، نو ورته چلند ته دې دوام ورکړل شي.

لۀ نارسېزم لرونکو کسانو سره د چلند پر مهال د هغه نارسېستي کړنو ته پولې وټاکئ چې یې سونزه لۀ حد څخه وانۀ وړي همدارنګه د نارسېستي کړنو کمولو لپاره لۀ ځانه داسې دفاع وکړئ، لکه څرنګه یې چې هغه کوي تر پوه شي چې یو بل څوک هم شته چې د دۀ پۀ څېر لوړ دی دا به یې کرار کراره مات کړي او نارسېستي فکرونه به یې راکم شي او بالاخره یو روغ واټن ونیسئ، ځکه ښایي لۀ داسې کسانو اوسېدل د رټنې احساس درته پیدا کړي پۀ دې سره به هم ځان او هم اخته کس ته ګټه ورسوئ.

پوپلزۍ: استاد لۀ تاسې یوه نړۍ مننه، په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله استاد نه د نارسیزم په اړوند ډېر نور څۀ هم ووینۍ او وګورئ.

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه، ښاد او اباد اوسئ د یوۀ روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله، خدای مو مل شه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ