طبیعت کلتور او هنر

بیا که بریم به مزار؛ نوروز په افغانستان کې، ګل سرخ او نورې مېلې درپېژنو

اعلان

صادق طارق

بیا که بریم به مزار ملامحمد جان
سیل ګل لاله زار ملا محمد جان

دا مشهوره ولسي سندره به مو حتماً اوریدلې وي. دا سندره د نوروز یا نوي کال په درشل کې د ګل سرخ مشهوره مېله درپه یادوي.

دا مېله د هر لمریزکال له نوي کیدو سره د افغانستان په شمال کې د مزار شریف ښاریان د هېواد د ګڼو نورو سیمو د خلکو په ملتیا نمانځي.

ګل سرخ او مزار

د نوروز جشن د افغانستان په نورو سیمو کې هم له پخوا زمانو راهیسې نمانځل کیږي، خو مزار یې مرکزیت ځکه لري، چې د ګل سرخ مېله یې تر بل هرځای زیاته مشهوره ده.

دا مېله د یوې دوو ورځو نه ده؛ د هرنوي کال په لومړیو څلویښتو ورځو کې نمانځل کیږي او له مختلفو سیمو نوروز خوښونکي خلک ورځي.

رسمي حکومتي مراسم

یاده مېله رسمي او حکومتي بڼه هم لري، پیل یې د هر نوي کال په لومړي ورځ د مزار شریف ښار په زړه کې له هغه زیارته کیږي، چې د اسلامي خلافت څلورم خلیفه او د حضرت محمد (ص) د تره زوی حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب دی.

دا زیارت د سخي صاحب د زیارت په نوم مسما دی او د مراسمو د پيل لپاره ورته له پخوا نه له کابله لوړپوړي کسان ورځي.

د توغ د پورته کیدو پروخت په مراسمو کې د ولسمشر له لورې استول شوی لوړپوړی چارواکی( ځینې وخت خپله ولسمشر) د توپ د ۲۱ ډزو امر کوي.

له ډزو وروسته د تکبیر د نارو په بدرګه توغ پورته کیږي او ورسره مراسم په رسمي ډول پيلیږي.

د ولسمشر غني په حکومت کې ترډېره د زیارت د توغ جیګولو فرمان د هغه دویم مرستیال سرور دانش په مراسمو کې له برخې اخیستو سره ورکاوه.

د لکونه کسانو کوربه ښار

د دې مراسمو لپاره د بلخ ولایتي اداره، فرهنګیان او حتا عام خلک ټول ځانګړي تدابیر نیسي.

دا تدابیر هم په امنیتي برخه کې وي، هم د رسمي مېلمنو د پالنې په برخه کې او هم د ځانګړو فرهنګي ناستو او د عامو مېلمنو د بدرګې په کچه.

په دې ورځو کې د بلخ په عامه هوټلونو او مېلمستونونو کې بیې اسمان ته ختلې وې، مېلمانه تر بل هروخت زیات او په عامو کورونو کې هم ورته د پخوا په شان ډېر ځای نه پيدا کیږي.

لرغونې مېله

د ګل سرخ مېله په بلخ کې دې ولایت پورې د محدودو ځانګړو سرو ګلانو له را ټوکیدو سره مناسبت لري.

د پسرلي له را نیږدې کیدو سره د بلخ غرونه او دښتې په طبیعي ډول دا زړه وړونکې ګلان را ټوکوي او ځانګړې شاعرانه فضا جوړوي.

د روایاتو له مخې دا مېله د آریایانو له دورې سرچینه اخلي او زرګونه کاله سابقه لري.

بدل شوي دسترخوانونه

د نوي کال نوي کیدو سره یوازې طبیعت نه؛ بلکې چې د افغانانو دسترخوانونه هم بدلیږي.

البته دسترخوانونو نه هدف په دسترخوانونو کې شته خوراکي مواد دي( د ډېرو شتمنو دسترخوانونه هم ممکن ورسره نوي شي).

د هفت مېوې په نوم اوه ډوله وچه مېوه په ډېرو کورونو کې څو ورځې مخکې لمده شوې وي، چې ډېری خلک یې د کورنۍ غړو او مېلمنو سره خوري.

دا دود تر ډېره په ناپښتنو سیمو کې عام دی، خو هغه پښتانه چې یا یې په دې سیمو یا د دې سیمو له خلکو سره ژوند کړی، هغوی هم پکې برخه اخلي.

انګېرنې

له هفت مېوې خوړلو د خلکو انګېرنه دا ده، چې د نوي کال په پيل کې خوراک به یې د دوی زړونه روښانه او د کال ترپایه دغسې وساتي.

د دې ترڅنګ د سمنک په نوم یوه نوروزي غذا هم ډېره مشهوره ده.

سمنک له میده شویو غنمو او نورو خوږو شیانو څخه تر نوروز مخکې پخیږي، چې خورا خواږه او خوندور وي.

دې نوروزي خواړه ته ځینې خلک د نذر په توګه ارادت لري او باور لري، چې تیارول او خیراتول یې د دوی ارمانونه پوره کوي.

د سمنک د پخولو وروستۍ شپه په مزار او ځینو نورو سیمو کې له ځانګړو هنري او تفریحي مراسمو سره مل وي.په دې مراسمو کې سمنک ته ویل شوې سندرې زمزمه کیږي ، یا یې سیمه ییز هنرمندان په ژوندۍ بڼه وړاندې کوي.

لوبې

وزلوبه د هېواد په شمالي سیمو کې د نوروز ترټولو مشهوره او عامه لوبه ده.

د وزلوبې لپاره وار د مخه لوبغاړي او شوقیان د مراسمو تیاری نیسي او ترڅنګ یې نورې لوبې لکه: کرکټ چې په وروستیو کې خورا مینه وال لري، هم د پام وړ دي.

امنیتي ننګونې

په وروستیو کلونو کې د نوروزي مېلو رنګ پر سخت دریځو مذهبي فتواوو سربېره امنیتي ننګونو تت کړی دی.

تېرکال د کابل په کارته سخي سیمه کې د یوې چاودنې له کبله د نوروز یو شمېر نمانځونکي شهیدان او ټپیان شول.

ځینې سخت دریځه مذهبي ډلې نوروز غیراسلامي او نمانځنه یې حرامه ګڼي. د دوی او نورو فتواوو له مخې وسله والې ترهګرې ډلې معمولاً داسې مراسم د بریدونو هدف ګرځوي، چې له وېرې یې د پخوا په شان خلک یادو مراسمو ته په ډېر شوق و ذوق نه ورځي.

حکومت هرکال د دغو مراسمو د ښه نمانځنې او ښه امنیت ژمنه کوي، خو کله پکې پاتې راشي او کله پر ژمنو کامیاب شي.