د ښې درملنې لپاره د ډاکتر او ناروغ دواړو څو مسولیتونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: ډاکټر نورالحق امين
ډیر کله ناروغان د یوې وړې ناروغۍ چې د درملنې وړ وي له کبله ډاکټر پر ډاکتر ګرځي خو درملنه یې نه کیږي او یو ناروغ میاشتې میاشتې درد وګالي، له پیسو خلاص شي خو لا هم له ناروغۍ کړیږي.
روغتیايي پوهان د ښې درملنې لپاره ټینګار کوي چې مریض او ډاکټر دواړه باید د درملنې په بهیر کې خپل مسولیتونه ترسره کړي.
په درملنه کې د ډاکتر او ناروغ ځینې مهم مسولیتونه درسره په لاندې ډول شریکوو.
د مریض مسوليتونه:
۱ـ زموږ مریض هغه وخت ډاکتر ته ځي چې ناروغي یې په بدن کې په زیاته اندازه پرمختګ کړی وي او حتی ځینې نورې برخې یې هم خراب کړي وي.
نو په داسې وخت کی تداوي یا قوي دوا ته ضرورت لري او یا ډیر وخت په بر کي نیسي ځکه په داسې حال کې باید څو مرضه تداوي سي. نو د ناروغ یو مسولیت داید چې پر وخت ډاکټر ته ولاړ شي او ډیر ځنډ ونه کړي.
۲ـ زموږ خلک له ډاکتر سره د پیسو د ورکړي او د نسخې د اخستلو فارموله
استعمالوي، موږ باید د ډاکترانو سره روابط اوشناخت ولرو، یو داسې عمومي ډاکتر انتخاب کړو چې د ستونزې په وخت ورته لومړی مراجعه کو او مشوره ورسره کوو، خو مو د ناروغۍ اړوند متخصص ډاکتر ته معرفي کړي.
۳ـ ډاکتر ته باید د یوه مهربان دوست په سترګه وګورو او خپل مرض بې له دې چې وارخطا شو بیان کړو. ډاکتر ته باید هغه ټول څه بیان کړو چې موږ ورڅخه په تکلیف یوو. باید جزییات او د خپلې ناروغۍ نښې علامې بیان نه کړو ځکه د ناروغۍ سم بیان نیم تشخیص دی.
۴ـ د دوا په رانیولو کې باید داسې دوا رانیسو چي د یو ښې او باوري کمپنۍ د خوا جوړه سوي وي ځکه نسخه خو هیڅ نه سي کولای همدا دوا ده چې بدن ته داخلیږی، ډاکتر ته معلومیږي چې کمه دوا ښه ده او کمه بده نو کمه دوا چې ډاکتر ولیکي همغه ډول دوا باید رانیسو، او د درملتون او دواخانی والا په خبرو پسې لاړ نه سو.
۵ـ دوا باید په خپل وخت او په هغه اندازه وخورو چي ډاکتر هدایت کړی وي او تر هغه وخت باید دوا وخورو چی ډاکتر ویلي وي، ځکه ځینی مرضونه یو څه وخت دوا سره مقاومت کوي او وروسته له منځه ځي، او ځیني مرضونه داسې دي چي د دوا په مقابل کی ژر مقاومت د لاسه ورکوي اوکمزوري کیږي نو که موږ دوا مکمله ونه خورو همدا مرض بیا قوی کیږي او پر بدن مو حمله کوي.
doctor1 د ښې درملنې لپاره د ډاکتر او ناروغ دواړو څو مسولیتونه
په درملنه کې د ډاکتر مسولیتونه
1- ډاکټر بايد په دماغي او بدني لحاض جوړ وي, ځکه که ډاکټر په داسي حالت کي مريضان ګوري چي دی خپله په مشکلاتو اخته وي او يا په دماغي لحاض ارام نه وي نو د مريضانو صحيح تشخيص نسي کولاي .
2- ډاکټر بايد د مريض سره داسي رويه او چلند وکړي څنګه چي يي د ځان لپاره خوښوي، يعني ډاکټر بايد فکر وکړي که د مريض پرځاي زه واي نو د ډاکټر څخه مي څه توقع درلوده.
3- ډاکټر بايد د مريض سره ښه په نرمه او خندرويه لهجه سلام ووايي ، وروسته د مريض ټول مشکلات واوري ، البته ځيني وخت يو مريض يو خبره څوځله تکراري نو ددي د پاره چي د تکرار مخه و نيول سي مريض ته بايد وويل سي چي ستا دا خبره ما راسره نوټ کړه، مګر هيڅکله بايد پر مريض غوسه و نه سي .
4- کله چي مريض ټول مشکلات بيان کړي نو ډاکټر بايد د مريض مشکلات خلاصه او مريض ته يي يو ځل واوروي.
5- ډاکټر بايد د مريض کتلو او د مشکلاتو اوريدلو ته مناسب وخت ورکړي، او پدي وخت کي بايد په تلويزون، کمپيوټر،موبايل او د بل چا سره په خبرو اخته نه وي .
6- ډاکټر بايد دخپل مسلک تقدس او پاکوالي ته احترام ولري او هيڅکله بايد غلطه او دوه نمبره دوا او بيځايه معاينات و مريض ته و نه ليکي،ځکه دا تر ټولوغټ ظلم دی،او د عالم ظلم د جاهل تر ظلم بد دی.
7- ډاکټر بايد مريضي په ساده او لنډو الفاضو مريض ته تشريح کړي، او وروسته د دوا خوړلو طريقه،د دوا خوړلو موده، او د دوا خلاصيدلو وروسته د بيا راتګ او يا نه راتګ په باره کي مريض ته پوره معلومات ورکړي.
ډاکټر نورالحق امين

About ياران ټیم 3435 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.