د نړیوال جام ناظم؛ د شل اوریز نړیوال جام لپاره لا هیلې ژوندۍ دي

یاران سپورټس
لا هم د کرونا ویروس د نړۍ لپاره ستر ګواښ دی او دغه ګواښ د سپورټ نړۍ هم تر ټولو زیاته اغېزمنه کړې ده.
دغې نړیوالې وبا د نړۍ نږدې ټول ورزشي لوبغالي تړلي او لوبغاړي له قرنطیني حالت سره يې مخ کړي دي.
دغه ویروس د پاکستان سوداګریزې لوبې په حساس پړاو کې ودرولې او د اتلولۍ په ارمان څلور لوبډلو لوبغاړي تیت و پرک او په کورونو کې قرنطین شول.
د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو د دقیق پیل په اړه تر اوسه نهایي پرېکړه نه ده شوې.
د نړۍ ډېری لوبئیز سفرونه لغوه شول.
د نړیوال جام په اړه تېر کې اندېښنې شریکې شوي، خو د اسټرالیا کرکټ د راروان شل اوریز نړیوال کرکټ جام لپاره بشپړ چمتوالی ښودلی دی.
خو اوس تازه د نړیوال جام د ترتیب او تنظیم اجرایوي مشر نېک هاکلي ویلي، چې د نړیوال جام پیل لپاره پوره خوشبیني شته.
هغه وویل: “موږ پلان لرو او بشپړ چمتووالی هم لرو، خو دا چې څه به کېږي، په لنډ وخت کې نهایي تصمیم نشته، ځکه اوس د کرونا مخنیوی لومړیتوب لري.
نړیوال شل اوریز کرکټ جام ته شاو خوا  شپږ نیمې میاشتې پاتې دي او ښايي چې د کرونا ویروس ستونزه پای ومومي.
سږ کال نړیوال شل اوریز کرکټ جام کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې شاملې دي.
افغان لوبډله په سوپر ۱۲ پړاو کې هم شامله ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.