
یاران سپورټس
د اسټرالیا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر کیوین رابرټ ویلي، چې اسټرالیا به د روان کال د نومبر میاشت په وروستیو کې د افغان لوبډلې کوربتوب وکړي.
هغه دا خبره د نړیوال جام د ځنډېدلو او یا هم نه ځنډېدلو په تړاو غونډې ته کړې ده.
رابرټ ویلي، چې اسټرالیا به د ۲۰۲۰م کال د نړیوال جام کوربتوب په خپل وخت کوي او د نومبر میاشت په وروستیو کې به له افغانستان سره یوه ټېسټ کرکټ لوبه ولري او بیا اسټرالیا له هندوستان سره لوبلړۍ لري.
د افغانستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره د نومبر میاشت وروستۍ ورځې ټاکل شوي دي.
د اسټرالیا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر د نومبر د میاشتې دقیقې ورځې نه دي په ډاګه کړي، چې دا ټېسټ کرکټ لوبه به پکې ترسره کېږي.
اسټرالیا او افغانستان په یو ورځنیو لوبو کې
افغان کرکټ لوبډله له اسټرالیایي کرکټ لوبډلې سره په یو ورځنیو لوبو کې ۳ ځلې مخ شوې ده، چې درې واړه ځلې افغان لوبډلې په ستر توپیر ماتې خوړلي دي.
په ۲۰۱۴م کې عربي متحده عربي اماراتو کې افغان لوبډله په یوه تمریناتي لوبه کې له اسټرالیا سره مخ شوه، چې افغا لوبډله پکې ماته شوه.
۲۰۱۵م نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام کې افغان لوبډله په یوه رسمي نړیواله لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې ولوبېده، چې اسټرالیا پکې د ډېوېډ وارنر د ۱۷۸ منډو په مرسته ۴۱۷ منډې کړې وې.
افغانستان یې په ځواب کې په ۳۷ اعشاریه ۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې او اسټرالیا ورته په ۲۲۵ منډو ماتې ورکړه.
د دې لوبې غوره لوبغاړی ډېوېډ وارنر پېژندل شوی و.
۲۰۱۹م ۵۰ اوریز کرکټ جام کې یو ځل بیا دواړه لوبډلې مخ شوې، چې افغانستان په ۳۸ اعشاریه ۲ اورونو کې ۲۰۷ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول.
اسټرالیا دا هدف په ۳۴ اعشاریه ۵ اورونو کې د درې لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې په ۷ وېکټو او ۹۱ توپونو ماته ورکړه.
اوس لومړی ځل دی چې افغان لوبډله په یوازینۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې له اسټرالیا سره مخ کېږي.
له دې وړاندې افغان لوبډلې په ټېسټ لوبو کې له هندوستان او ویسټ انډیز یوه، یوه ماته خوړلې او له ایرلېنډ، بنګلهدېش او عربي متحده اماراتو بیا افغان لوبډلې لوبې ګټلي دي.