نريندرا مودي د سوشانت سينګ د قضيې په اړه عاجل امر کړی

خبريال: مدثر دعوت
د هند لومړي وزير د سوشانت د مرګ د قضيې د څېړلو لپاره د جدي اقداماتو امر کړی.
د باليووډ سېنما د فلمي لوبغاړي سوشانت سينګ راجپوټ د مرګ يوه مياشت پوره سوه خو لا يې هم د ځانوژنې دليل مالوم نسو.
د “ای فلم ټو” د خبر له مخې د سوشانت مينوالو د مجازۍ نړۍ له لارې پر حکومت فشار وارد کړی چې د نوموړي د مرګ په اړه دې د هندوستان ځانګړي پوليس ( FBI) څېړنې پيل کړي.
همدارنګه ډاکتر “سوبراميانيان سوامي” چې د هندوستان د بانفوذه سياتمدارانو څخه دی، د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي ته ليک لېږلی او ترې غوښتي يې دي چې د سوشانت د مرګ قضيه دې د هندوستان ځانګړو پوليسو ته وسپاري.
په همدې بنسټ د هندوستان ټايمز د خبر له مخې د سوشانت سينګ راجپوټ قضيه د مودي په مستقيم امر سره د هند ځانګړو پوليسو ته سپارل سوې .
راپورونه وايي چې د هند پوليس د سوشانت د مرګ په اړه خپلې څېړنې يوې پايلي ته رسولي چې ډېر ژر به اعلان سي.
سوشانت پدې وروستيو کې د باليووډ د ځوان نسل يو له برياليو لوبغاړو څخه وو چې په ډېر کم وخت کې يې د ډېرو مينوالو زړونه خپل کړي وه.
د رسنيو د خبر له مخې يو پياوړي هندي وکيل د سلمان خان او کرن جوهر په شمول پر اتو کسانو د سوشانت سينګ راجپوټ د مرګ تور لګولی.
دې مدافع وکيل ادعا کړې چې اتو کسانو د ډول ډول توطيو له مخې سوشانت دې ته اړ کړ چې ځانوژنه وکړي نو ځکه يې د دوسيې موضوع ته د قتل نوم ورکړی دی.
پدې دوسيې کې د باليووډ اته مشهورې څېرې سلمان خان، عاليه بټ،کرن جوهر، ساجد ناډيا ډوالا، سنجی ليلا بنسالي، د ټي سيريز کمپنۍ مشر بوشن کمار، د يش راج کمپنۍ مشر اديتيا چوپړا، د سيريالونو جوړوونکې ايکتا کپور او دنيش ويجن هغه کسان دې چې توطيه يې جوړه کړې وه تر څو د سوشانت فلمونه په سېنما کې په سم او مکمل ډول ريليز نسي ، او د خپلو اړيکو او شناخت په زور يې د سوشانت څخه د هغه وروستي ۸ لاسليک سويو فلمونو پروژې بيرته اخيستي وې، ځکه نوموړي تر شا هيڅ ډول ملاتړ نه درلودی نه يې هم په باليووډ کې د خپلوانو څخه څوک وو.
ويل کېږي چې د رابطه فلم لپاره لومړی د سوشانت سره عاليه بټ انتخاب سوې وه خو هغې سوشانت د کمزوري قوم څخه ياد کړی وو او مخامخ يې ورته ويلي وه چې ته د ټيټ ذات څخه يې نو ځکه يې، د فلم لپاره په ښځينه رول کې کريتي سانون انتخاب کړې وه.
د جون په ۱۴مه د سوشانت سينګ راجپوټ مړی په خپل کور کې پيدا سو چې د لومړنيو مالوماتو له مخې ځانوژنه وه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ