ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د نارینه وو اخلاقي ځانګړنې؛ دا خویونه یې مشترک دي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

که چېرې انسان وغواړي خوندور ګډ ژوند ولري, باید یو د بل له عمومي خویونو باخبره وي او شخصیتي ځانګړنې یې درک کړي. هغه جوړې چې یو د بل له خویه خبرې وي, دوی د ګډ ژوند په مدیریت کې تر نورو ښه مهارت لري او پکې خوشحاله وي. دې لیکنه کې مو نن د نارینه وو د هغو ګډو ځانګړنو په اړه خبرې کړي چې پوهېدل یې هر چا ته اړین دي.

  • د احساساتو بیانول: نارینه وو ته خورا سخته ده چې د ښځو/ نجونو په څېر خپل دروني احساسات چاته ښکاره کړي. تل مو په یاد ساتئ چې که څومره هم وغواړئ مینه ییزې شېبې په مینه ییزو خبرو اوږدې کړئ, له نارینه دا تمه مه کوئ چې اوږدې اوږدې مینه ناکې خبرې وکړي. د نارینه وو خوښېږي چې خپله مینه په کلیماتو نه, په عمل ښکاره کړي.

  • ژمنې: ژمن نارینه تل هڅه کوي چې خپلې ژمنې په ټولو شونو/ ممکنو لارو پوره کړي. خپلو اوږدمهالو ژمنو ته ژمن دي. دا هم باید په یاد ولرئ چې تر ټولو کرکجن شخصیت هم په ژمنو مالومېږي. هغه نارینه چې پر خپلو ژمنو ولاړ نه وي, بیا خپل حیثیت خرابوي.

  • غوږ نیول: ښځینه پوړ چې کله غواړي مقابل لوری ډاډه کړي چې دوی ورته غوږ دي بیا وایي: ( هو, ښه… )؛ خو نارینه که غلی هم وي, غوږ یې ایښی وي. د تایید یا رد لپاره الفاظ نه کاروي, ارام ناست وي, پر خبرو فکر کوي او سم غوږ یې نیولی وي. تایید یا رد وروسته وایي.

  • د تېر/ ماضي هېرول: د نارینه وو تل پرونۍ, پروسږنۍ او پخوانۍ خبرې هېرېږي. د ځینو ښځو خوښېږي چې پخوانۍ شخړې, خپګانونه, جنجالونه له سره یاد کړي/ ذهن ته یې وسپاري؛ خو نارینه ژر له خبرې تېرېږي او هېروي یې. ښځې د خپګان, غوسې او وېرې احساسات ځنډولی شي؛ خو نارینه یې سم له واره څرګندوي, بیا پسې خبره ځای پر ځای ختموي.

  • ستاینه: که چېرې یوه مېرمن خپل نارینه په کور کې د کار کولو, د ژوند چارو کې د مشارکت او مرستې, د مینې او نورو ښو کارونو لپاره وستایي, هغه لا هڅېږي او لا مینه ورکوي. د مېرمنې خوښي, نارینه وو ته ضرور ده. مېرمنې کولی شې خپل خاوند ته ووایي: ( شکر چې لرم دې! , تاسره د ارامښت احساس لرم! , ته مې ملاتړ یې, ته مې مینه یې… )؛ نو خاوند به یې پوه شي چې زه یو څوک یم.
    هېڅکله مه هېروئ! د یو نارینه دعا خدای ته تل همدا وي: ( ربه, ما مې ښځې او اولاد ته شرمنده نه کړې!).

  • ضعف/ کمزورتیا: نارینه د سن په لوړېدا سره ځینې کمزورتیاوې پیدا کوي؛لکه: د هډوکو درد, د سترګو کمزوري, د ذهن پرېښاني, جسمي او اروایي کمزورتیاوې؛ خو مېرمن دې هڅه وکړي د ډېرو وړو جملو په ویلو؛ لکه: زه پر تا باور لرم, ته بریالی کېدی شې, ته یې وړتیا لرې او ځینو نورو په ویلو, هغوی ته مثبته انرژي وروبښي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ