مارچ 8, 2021

د نارینه‌وو ښه که بد عادتونه

Advertisements
لیکنه: حنیفه مومند

ښځې چې ډېری وختونه د خبرو ګوډی بلل کېږي او ویل کېږي چې ډېری غږېږي، خو نن سبا د نارینه‌وو مجلسونه هم، له ښځو کم نه دي.
د مطلب په دوام درسره درې هغه ټکې شریکوو، چې نارینه یې په بنډارونو کې په اړه خبرې کوي.

ورزش اولوبې

د نارینه‌وو د بحث اجنډا کېدای شي دا هم وي چې د ورزشونو او یا ورته سیالیو په اړه وغږېږي. په عمومي توګه نارینه د ورزشونو ډېر علاقه مند دي او کله ناکله خو یې مینه دومره ورسره زیاته شي، چې یو بل ته چلېنجونه هم ورکوي.

موټرونه

نارینه که په بارګن کې کوم نوی ماډل موټر ولید، نو بیا یې په صفتونو خوله ځږ کوي او لویه هیله یې دا وي، چې د پیسو په لاسته راوړلو یې وپېري، خو یو څه چې نن سبا یې د نارینه ترمنځ سیالۍ رامنځته کړې، د لوړ ماډل موبایل اخیستل دي. که دا ډول نارینه د اقتصاد په هر پوړ کې قرار ولري، نو لویه هیله یې د لوړ ماډل مبایل درلودل دي. ویاړي چې ښه او قیمتي موبایل په لاس ګرځوي.

مېرمنې

که نارینه د تود بنډار په حالت کې وینئ، نو حتماً به مو تلوسه وي، چې د څه په اړه به خبرې کوي، نو ډېر امکان شته، چې نارینه د ښځو او په تېره بیا د ښکلو مېرمنو په اړه بحثونه کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ