امریکایي ملیارډر؛ په شپږو ساعتونو کې یې شپاړس ملیارده تاوان وکړ

ژباړه: ملیحه ناصري

د نړۍ شتمنو کسانو ته د ځانګړي شوي آژانس بلومبرګ او فوربس سایټ په وینا، د تسلا شرکت مدیر او بنسټګر «ایلون ماسک» په شخصي شمنۍ کې د سپټمبر پر اتمه د سه‌شنبې پر ورځ، په شپږو ساعتونو کې ۱۶ ملیارده تاوان وکړ. شرکت یې پر دې ورځ تر ټولو بده ورځ ولیده.
د بلومبرګ د څرګندونې پر بنسټ د نړۍ د ملیاردرانو په نوملړ کې د ماسک نوم هم شاته شو. د بلومبرګ په نوملړ کې یې شپږم او د فوربس کې یې اتم دریځ خپل کړ. داسې حال کې چې تر دې دمخه تر جف‌ پزوس او بېل ګېټس وروسته په درېیمه پوړی کې و.
د تسلا د ونډې ارزښټ هم ۲۱٪ ته راښکته شوه. ان د «اس اېڼډ پي۵۰۰» شرکتونو له نوملړه وایستل شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.