نړۍ او کرونا؛ په امریکا کې د ویروس مثتبې پېښې تر ۲ مېلیونو واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوايد ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتې پېښې لا هم په خپل اوج کې دي او هره ورځ تر یو لک ډېري پېښې ثبتېږي.
د نړۍ د لویو چو پر اساس په اروپا کي ویروس تر پخوا ډېر کمزوره سوی، د امریکا لویه وچه لاهم د ویروس د خپرېدو مرکز دئ، آسیا بیا دوهمه وچه ده، چي ویروس پکښي ډېر دئ، خو افریقا کي تر ټولو وچو ډېر کم ویروس لري.
تر اوسه په کرونا وبا باندي د اخته سوو کسانو شمېر څه باندي ۷،۲ مېلیونه دئ.

له دې جملې څخه په ټوله نړۍ کي تر ۴ لکه ۱۱ زرو ډېر کسان مړه سوي او نږدې ۳،۴ مېلیونه کسان بیا ځني رغېدلي دي.
اوس مهال په ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳،۲ مېلونو اوړي.
د امریکا په لویه وچه کي د ویروس ورځنی شمېر تر ۶۰ زرو پوري رسیږي، چي تر ټولو ځپل سوي پکښي د امریکا متحده آیالات دي.
د امریکا په هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۲ مېلیونو هم واوښتې، ورځنی شمېر تر نورو ورځو کم سوی او ۱۹ زرو ته راکښته سوئ دئ.

امریکا د نړۍ تر بل هر هیواد کرونا وبل ځپلې ده او اوس مهال یې د مړینو شمېر تر ۱۱۴ زرو اوړي، خو نږدې ۸ لکه پکښي روغ سوي دي.
بل امریکايي هیواد بیا برازیل دئ او برازیل د نړۍ دوهم خپل سوی هیواد بلل کیږي.
پدې هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي ۷ نیم لکو ته رسېدلي دي او ورځنۍ پېښي یې تېره ورځ تر ۳۰ زرو هم واوښتې.
په برازیل کي مړیني د برېتانیا د مړو شمېر ته رسیږي، چي تر ۳۸ زرو اوړي او پکښي روغ سوي بیا تر ۳ لکو ډېر دي.

پیرو، چیلي، کولمبیا او ارجنټاین جنوبي او مکسیکو بیا شمالي هغه امریکايي هیوادونه دي، چي د ورځي پکښي لاهم زرګونه مثبتي پېښي ثبتیږي.
بلخوا بیا په آسیا کي د ویروس ورځنۍ پېښي ۴۰ زرو ته رسیږي.
تر ټولو ډېري یې په روسیه، هند او پاکستان کي ثبتیږي.
روسیه په نړۍ کي دریم او آسیا کي لومړی هیواد دئ، چي د ویروس ډېري نږدې ۵ لکه مثبتي پېښي لري او ورځنی شمېر یې ۹ زرو ته راکښته سوئ دئ.

پدې هیواد کي ویروس تر ۶۳۰۰ تنو ډېر مړه کړي، خو تر ۲ نیم لکو ډېر بیا ځني روغ سوي دي.
په آسیا کي دوهم هند دئ، چي ورځنۍ پېښي یې ۹ زرو ته رسیږي او ټولي پېښي یې تر ۲ لکه ۷۵ زرو اوړي.
د مړینو شمېر یې ۸ زرو ته رسیږي او روغ سوي یې ۱۳۵ زرو ډېر دي.
په هند کي د ویروس مثبتي پېښي تر بل هر وخت ډېري سوي، خو حکومت یې تازه ریسټورانټونو او عبادت ځایونو ته د بیا پرانیستل کېدو اجازه ورکړې ده، خو داسي چي روغتیايي لارښووني به په نظر کي نیسي.

ایران د آسیا دریم هیواد دئ، چي مثبتي پېښي یې ۱۷۶ زرو ته رسیږي، نږدې ۸ نیم زره کسان یې مړه سوي، خو تر ۱۳۸ زرو بیا ډېر پکښي روغ سوي دي.
ترکیه بیا کي کرونا وبا تر چټک خپرېدو وروسته ډېر ژر کنټرول سول.
ددې هیواد ورځنۍ مثبتي پېښي له زرګونو څخه تر ۹ سوو راکښته سوي دي، ټولي پېښي یې تر ۱۷۲ زرو ډېري دي.
همداراز تر ۴۷۰۰ تنو پوري پکښي مړه سوي او تر ۱۴۴ زرو ډېر بیا پکښي روغ سوي دي.

بلخوا پاکستان د آسیا دریم هیواد دئ، چي ویروس پکښي په خورا چټکۍ خپریږي.
نن ورځ پکښي تر بل هر وخت ډېري نږدې ۵۴۰۰ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
ټولي یې ۱ لک او ۱۴ زرو ته رسیږي، تر ۲۲۰۰ ډېر کسان پکښي مړه سوي او تر ۳۶ زرو ډېر پکښي روغ سوي دي.
سعودي کي هم مثبتي پېښي تر ۱۰۸ زرو پوري رسېدلي دي، ۷۸۳ کسان پکښي مړه سوي او څه باندي ۷۶ زره پکښي روغ سوي دي.

حکومت یې وايي چي سږ کال به د حج مراسم ترسره سي، خو ډېر لږ مسلمانان به پکښي ګډون وکړي.
په نورو آسیايي هیوادونو بنګله دېش کي ورځنۍ پېښي تر ۳ زرو اوښتي، ټولي ۷۵ زرو ته رسیږي، عراق کي تېره ورځ تر یو زر کمي پېښي ثبت سوي، خو په قطر او تازه اندونیزیا کي د ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي تر یو زر اوړي.
په اندونیزیا کي مثبتي پېښي په داسي مهال کي ډېري سوي، چي تازه پکښي هوايي سفرونو ته بیا اجازه ورکول سول.
په اروپايي هیوادونو کي بیا برېتانیا تر ټولو ځپل سوی هیواد دئ او تېره ورځ یې پېښي تر هسپانيې ډېري سوې.

تر ۴۰ زره ډېر کسان پکښي مړه سوي دي، خو په نورو اروپايي ځپل سوو هیوادونو کي د ویروس مثبتي پېښي ډېري کمي سوي او ورځ په ورځ پکښي بندیزونه لیري کیږي.
تازه یې ریسټورانټونه د روغتیايي لارښوونو په عملي کولو سره پرانیستل کیږي.
بلخوا د افریقا په لویه وچه کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۲ لکو واوښتې، مړیني یې هم تر ۵ نیم زرو ډېري سوې، خو تر ۲۹ زرو ډېر کسان بیا پکښي روغ سوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.