مارچ 8, 2021

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې د ویروس مثبتې پېښې له ۷ مېلیونو هم واوښتې

Advertisements
خبریال: فضل الله فضلي

په نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ورځنۍ مثبتې پېښې تر یو لک اوړي او د نړۍ په ډېرو زیاتو هېوادونو کې یې مثبتې پېښې ثبتېږي.
اوس مهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو د کرونا وبا زرګونه مثبتې پېښې ثبتېږي، خو نن نیوزلینډ هېواد اعلان وکړ، چې د کرونا ویروس ته یې بشپړه ماته ورکړه او په هېواد کې يې ختم شوی دی.
حکومت یې وايي چي ټول بندیزونه په بشپړ ډول لیرې کوي، خو په سرحداتو کې به محدودیتونه دوام ولري.

په نیوزلینډ کې د ویروس مثبتې پېښې ۱۵۰۴ وې، ۲۲ تنه یې مړه شول او پاتې نور ټول یې تر پرون ورځي پورې روغ شول.
بلخوا په ټوله نړۍ کې په ویروس د اخته شوو کسانو شمېر له ۷ مېلیونو هم واوښتئ.
د دې ترڅنګ د ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر ۴ لکو واوښت، خو د روغ شوو شمېر بیا له ۳،۱ نیم مېلیونو څخه اوړي.
بلخوا بیا په امریکا کې په ویروس د اخته شوو خلکو شمېر هم تر ۲ مېلیونو ډېر شو.
امریکا په نړۍ کې تر بل هر هېواد کرونا وبا ځپلئ دئ، چي د مړو سوو کسانو شمېر یې هم د نړۍ تر بل هر هیواد څو برابره ډېر دئ.

پدې هیواد کي وبا نږدې ۱۱۳ زره تنه مړه کړي، خو تر ۷۶۱ زرو پوري ځني روغ سوي دي.
بلخوا بیا په برازیل کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۷ لکو ته رسېدلي دي.
ولسمشر جاین بولسنارو یې پرون وویل چي د ویروس سره به د امریکا په څېر مبارزه کوي، امریکا یې خپله ملګرې یاده کړل او بندیزونو لګولو ته یې بیا هم نه وویل.
برازیل له امریکا او برېتانیا وروسته دریم هیواد دئ، چي مړي یې تر ۳۷ زرو ډېر سول.

روسیه کي بیا چي په ویروس ککړ دریم هیواد دئ، مثبتي پېښي یې نږدې ۴۷۷ زره دي.
مړي یې ۶ زرو ته رسیږي او د پېښو ورځنی شمېر یې ۹ زرو ته رسیږي.
بلخوا په اروپايي هیواد برېتانیا کي لاهم د ویروس مثبتي پېښي تر یو زر ډېري ثبتیږي او اوس له هسپانيې وروسته د اروپا دوهم ځپل سوی هیواد بلل کیږي.
خو د په نړۍ کي دوهم او اروپا کي لومړی هیواد دئ، چي کرونا وبا پکښي تر ۴۰ ډېر کسان مړه کړي دي.

په مجموعي ډول په اروپا کي د ویروس مثبتي پېښي ډېري کمي سوي دي او ورځ په ورځ پکښي بندیزونه لیري کیږي.
بل طرف په آسیا کي د ویروس مثبتي پېښي په چټکۍ سره خپریږي.
له روسيې وروسته په هند، پاکستان، سعودي، لاهم ایران، قطر، عراق او بنګله دېش کي زرګونه مثبتي پېښي ثبتیږي.
په عربستان او پاکستان کي د ویروس مثبتي پېښي له یو لکو څخه واوښتې.
په پاکستان کي مثبتي ورځنۍ پېښي ۵ زرو ته رسیږي، خو له یو لک تنو څخه یې تراوسه تر ۲۰۰۰ ډېر ناروغان مړه سوي دي.

مقبوظه سیمه خیبرپښتونخوا ویروس ډېره ځپلې ده.
سعودي عرب کي له یو لک تنو څخه ۷۱۳ تنه مړه سوي دي، چي دا شمېر په یو لک اخته سوو کسانو کي په نړۍ کي ډېر زیات لږ دئ.
هند کي بیا د ویروس ورځنۍ پېښي له ۱۰ زرو واوښتې، چي ټولي مثبتي پېښي یې ۲ لکه او ۶۰ زرو ته رسیږي.
پدې هیواد کي وبا تر ۸۳۰۰ تنه ډېر مړه کړي دي.
کرونا وبا د نړۍ ۵م اقتصادي هیواد هند ځپي، چي تراوسه پکښي تر ۱۴۴ مېلیونه ډېر کسان پکښي بې کاره سوي دي.

ترکیه کي د ویروس مثبتي پېښي له ۱۰۰۰ کمي سوي، ټولي یې تر ۱۷۰ زرو ډېري دي او مړي یې ۴۷۰۰ تنو ته رسیږي.
بلخوا تر چین وروسته قطر او بنګله دېش ډېري پېښي لري.
په بنګله دېش کي مثبتي ورځنۍ پېښي ۳ زرو ته رسیږي، ټول یې تر ۶۸ زرو اوړي او ۸۸۸ تنه یې مړه سوي دي.
قطر کي بیا ۷۰ زرو ته رسیږي، ورځنۍ پېښي یې ۱۵۰۰ ته رسیږي او پکښي مړه سوي ۵۷ تنه دي.
بلخوا په عراق کي د ویروس مثبتي پېښي له څه مودې راهسي کمي سوي وې، خو له تېري یوې اونۍ راهسي پکښي تر یو زر پوري مثبتي پېښي ثبتیږي.

ټولي پېښي یې تر ۱۲ زره ډېري سوي دي.
د نړۍ په بله برخه افریقا کي مثبتي پېښي ۲ لکو ته نږدې سوي دي.
تر ۵۰۰۰ ډېر پکښي مړه سوي او تر ۸۵ زرو پوري ځیني روغ سوي دي.
باید یادونه وسي، چي د کرونا ویروس په اخته سوو کسانو کي د روغ سوو کسانو سلنه په ۱۰۰ کي ۹۰ ده او تر اوسه ۱۰ سلنه کسان له ویروسه مړه سوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ