فبروري 28, 2021

د ننګرهار نړیوال کرکټ لوبغالی او ارزښت یې

لیکنه: سمیع الله درانی

کرکټ بورډ په ننګرهار کې په ۱۳۹۶لمریز د بهسودو پله ته څېرمه د یوه لوبغالي د بنسټ ډبره کېښوده.
د دوی په وینا چې دا لوبغالی به په نړیواله کچه جوړ شي او له ټولو اسانتیاوو به مالامال وي، خو کابو پنځه کاله وروسته هم د دغه لوبغالي چارې نه دي پیل شوې.
دلته ورزشي خبریالان وایي، چې د دې لوبغالي پر ځمکه لا هم لانجه ده او د ځینو کړیو لخوا نه پرېښودل کېږي چې لوبغالی جوړ شي. همداراز بله خبره د کرکټ بورډ د مالي ستونزې هم ده.
که لوبغالی په معیاري ډول جوړېږي، نو پراخې بودیجې ته اړتیا ده، چې په لوبغالي ولګول شي او یو نړیوال لوبغالی د جلال اباد په دې څنډه کې ولرو.

د لوبغالي موقعیت

دا لوبغالی د جلال اباد ښار شمالي څنډې ته پروت دی، د ولایت مقام سره جوخت ښکلې ساحه ده، چې یوې څنډې ته یې د کابل څپانده سیند بهېږي.
دلته د خلکو، د کرکټ بورډ د کارکوونکو او لوبغاړو لاسرسی ډېر اسانه دی او کولای شي، چې پر وخت له وېرې پرته لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
بله خبره د ښاري اسانتیاوو ده، دلته موټر هر وخت لپاره پېدا کېږي او د شپې لخوا هم پرې لوبې کېدای شي.
بله خبره د برېښنا د شتون ده، دلته دولتي برېښنا شته او کولای شي، چې ښه استفاده ترې وکړي، چې د لوبغالي اړتیا وې ور پوره کړي.

د غازي امان الله خان لوبغالی

په ننګرهار کې د جلال اباد ښار جنوب ختیځ ته د غازي امان الله په ښارګوټي کې د غازي امان الله نړیوال کرکټ لوبغالی کلونه وړاندې جوړ شوی، چې د کرکټ بورډ تر چتر لاندې پکې لسګونه  لوبې ترسره شوي دي.
د دغه لوبغالي لومړۍ ستونزه د برېښنا نشتوالی دی او له جنراتوري برېښنا څخه پکې ګټه اخیستل کېږي، چې په لوړو قېمتونو ورته جنراتورونه اخیستل شوي او هم ورته د لوبو پر مهال تېل اچول کېږي.
بل دغه لوبغالی له ښار وتلې ساحه کې دی او د امنیت له پلوه کېدای شي ستونزه وي.
بل تګ راتګ کې ډېر وخت مصرفېږي او لاسرسی ورته یو څه ګران دی.
دا منو چې د لوبغالو برخه کې ټېکنالوژي ډېره مهمه ده او قېمته هم ده.
که په جلال اباد ښار کې نړیوال لوبغالی جوړېږي، نو باید د لوبغالي عصري ټېکنالوژۍ ته پاملرنه وشي او هلې ځلې ورته وشي.

د لوبغالي ارزښت

د ننګرهار د لوبغالي رغېدل خپله کرکټ بورډ ته ستر ویاړ دی، چې داسې یو لوبغالی جوړوي.
بله د ننګرهار د کرکټ د پنځوونکي په توګه دا حق لري، چې یو پراخ معیاري او نړیوال لوبغالی ولري.
دلته ورسره ساحه لا ښکلی کېږي او کاروبار ورسره غوړېدلی شي.
د کرکټ له نړیوالې شورا سره مو د کرکټ ارزښت لا زیاتېږي او هغوی به دې برخه کې افغان لوبډلې ته د لا سهولتونو رامنځته کولو لپاره وعداره شي.
د ننداره‌کوونکو لپاره ډېره ښه شي، چې په اسانۍ سره پرته له وېرې راشي او لوبه ننداره کړي. د زیاتو ننداره‌کوونکو په شتون کې د لوبې خوند لا زیاتېږي.
بل د ژمي، پسرلي او مني موسم کې د ننګرهار هوا د لوبو لپاره ښه مساعده وي، نو کرکټ بورډ کولای شي، چې د لوبو په جوړولو سره خپل فعالیتونه لا منظم کړي.

د لوبغالي د جوړولو خبره

د سه شنبې په ورځ د جولای په ۲۱ مه کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه ولیکل، چې د ننګرهار لوبغالي چارې به ډېر پیل شي او دوی د تدارکاتي چارو په منظمولو بوخت او شرکت ته به په قرارداد ورکړل شي.
خو دا چې کله انتظار کوو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ