اپریل 11, 2021

ننګرهار کې د ۷۱ لوبغاړو روزنیز کېمپ به څومره روڼ وي؟

Advertisements

 
د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۳مه کرکټ بورډ د نولس کلونو څخه ښکته او له ۲۳ کلونو ښکته کرکټ ملي لوبډلو لپاره د ۷۱ لوبغاړو په شتون کې روزنیز کمپ پیل کړ.
په دغه کمپ کې ۲۱ لوبغاړي له نولس کلونو ښکته کرکټ ټیم لپاره تمرینات پیل کړي دي، چې له سختو تمریناتو وروسته به ۱۵ لوبغاړي د یاد ملي ټیم لپاره غوره شي.
او اېمرجېنګ لوبغاړو کې به هم له ۵۰ څخه لوبغاړي انتخاب شي.
 
خو دا چې دغه لوبډلې به څومره په شفافیت سره جوړې شي، خلکو ته مهمه ده.
کله چې هم کرکټ بورډ د داسې لوبډلو لپاره لوبغاړي غوره کوي، فساد نه خالي نه وي، ځکه د ډېری وکیلانو، چارواکو او زورورو خلکو خپلوان او خواخوږي غواړي، چې دې لوبډلو ته لار ومومي.
کله چې په روزونکو د دغو اشخاصو فشار زیاتېږي، نو بیا د مستحقو لوبغاړو حق خوړل کېږي او پرځای دغه داړه ماران لوبو ته ورځي.
دویمه ستونزه له لوبغاړو د پېسو پټه غوښتنه ده، چې ډېری وختونه کوم لوبغاړي چې د لوبډلو لپاره د وړتیا لرلو سربېره بیا هم غوره نشي، نو هغوی بیا د پېسو غوښتلو خبره رابرسېره کوي.
دا دوه هغه فکټورونه دي، چې بیا زمونږ ډېری کرکټ لوبغاړي په نړیوالو ډګرونو کې ماتې خوري او خالي لاس راستنېږي.
ځکه هغه کسان چې د چارواکو خپلوان دي او دې لوبډلو ته ورشي د یو ښه لوبغاړي ځای یې نیولی وي، خو دلته بیا لوبه نه شي کولای او پایله یې منفي.
په تېر کې مونږ د دې چارې شاهدان پاتې شوي یو.
دلته یو دا چې زمونږ د هېواد بیرغ ټېټېږي او لوبې بایلل کېږي او له بل پلوه له کرکټ لوبډلو د عوامو او ملت زړه تورېږي.
بله خبره هغه لوبغاړی چې د عمر له لس کلنۍ څخه یې مسلکي کرکټ زده‌کړی وي او همدې ته یې تمه وي، چې لوبډله کې به له سختو او بریالیو تمریناتو او لاسته راوړنو وروسته انتخاب شي، ترڅو په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه خپل هېواد ته لاسته راوړنې ولري او د خپل هېواد بیرغ رپاند کړي، له لوبو پاتې کېږي او زړه ماتی کېږي.
چې دا چاره د افغانستان راتلونکی کرکټ تباه کوي او لوبډلې له ځوړ سره مخ کوي.
نو کرکټ بورډ ته پکار ده، چې دلته د کرکټ لوبډلو اساس پوخ کېږدي، ځکه د کرکټ پیل له ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو لوبډلو څخه جوړېږي، دلته چې کله هم ښه لوبغاړي انتخاب شول، د اېمرجېنګ او ملي لوبډلو لپاره ښه ملاتړ او غوره لوبغاړي ورکول دي او دا د افغانستان نوم د کرکټ په نړۍ کې ځلاند او بیرغ رپاند ساتلو سره بشپړه مرسته ده.
 
کرکټ بورډ د کېمپ په اړه دا لاندې راپور خپور کړی
د ایمرجېنګ او د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو روزنیز کمپ پیل شو
د افغانستان کرکټ بورډ پرون په ننګرهار ولایت کې له ۱۹ کلنو د کم عمره او ایمرجېنګ لوبغاړو د لا ډېرې روزنې او چمتووالي په موخه روزنیز او تمریناتي کمپ پیل کړ چې په پایله کې به یې د فټنس، تکړښت، پیاوړتیا او استعداد له مخې د دواړو لوبډلو لپاره مخکښ لوبغاړي غوره شي.
د دواړو لوبډلو لپاره یاد روزنیز او تمریناتي کمپ نن (د نومبر ۲۳مه) پیل چې د راتلونکي ډسمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ومومي.
له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو په یاد روزنیز کمپ کې ۲۱ لوبغاړي شتون لري چې د دوی له ډلې به یې ۱۵ کسان د یادې کچې لوبډلې ته لاره پیدا کړي چې له بشپړ چمتووالي او روزنې وروسته به په راتلونکي کې د ځینو هېوادونو پر وړاندې لوبې هم ترسره کړي.

د غوراوي کمېټې د غړو په وینا:

(په یادو ۲۱ کسانو کې هغه لوبغاړي شامل دي چې له دې وړاندې یې په ننګرهار کې له هغو روزنیزو او تمریناتي کمپونو څخه غوره شوي وو چې د زونونو او ولایتونو په کچه یې د ۱۶ کلنو او ۱۷ کلنو لوبغاړو له ډلې ډېره او غوره وړتیا له ځانه ښودلې وه او سربېره پر دې پکې د تېر نړیوال جام د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې دوه لوبغاړي هم شتون لري).

د یادې کمېټې غړي دغه راز وایي، دغه کمپ د لوبغاړو د لا ډېر چمتووالي او تکړښت په موخه پیل شوی چې د لوبغاړو د عمر اندازه هم ورته لومړیتوب لري، ترڅو د ۱۹ کلنو راتلونکي نړیوال جام لپاره داسې کسان ونیسي چې له ټاکلې کچې یې عمرونه زیات نه شي او دغه راز دغه موضوع د کرکټ نړیوالې شورا لپاره هم ډېره حساسه ده.
د غوراوي کمېټې غړي زیاتوي:

(د غوراوي کمېټې د پالیسۍ له مخې په پام کې لري، ترڅو له یادو لوبغاړو داسې یوه پنځلس کسیزه لوبډله رامنځته کړي چې په راتلونکي کې د خپلې کچې د لوبډلو پر وړاندې ډېره پیاوړې او بریاوې راوړونکې وي).

دغه راز د یادونې وړ ده چې د ۱۹ کلنو لوبډلې سربېره په یاد ولایت کې د ایمرجېنګ (۲۳ کلنو کم عمره) لوبډلې د جوړښت لپاره هم روزنیز او تمریناتي کمپ پیل شوی چې شا وخوا ۵۰ لوبغاړي پکې شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي په دې تړاو وايي، په دغو کسانو کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې په دویمه درجه او دریمه درجه سیالیو، د تېر کال د ۱۹ کلنو افغان لوبډله او د کورني کرکټ په نورو لوبو کې غوره ځلېدلي دي.
باید وویل شي چې له یادو ټولو لوبغاړو به د فزیکي تکړښت ازموینه (یُو- یُو ټېسټ) هم اخیستل کېږي او د یاد روزنیز او تمریناتي کمپ په پایله کې به دواړه لوبډلې د یو بل پر وړاندې پنځه یو-ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي