سږکال د ننګرهار د زيتونو حاصلات څو برابره زياتیږي

راپور: بشر درویش
د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولين وايي، چې سږکال يې به د زيتونو حاصلات د تېرو کالونو په پرتله څو برابره زيات وي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د هډې فارم امر سيد اغا مياخېل وايي، چې سږکال يې ۸۷۷ هکتاره ځمکه کې د زيتونو د بوټو په مسلکي او عصري ډول پالنه کړې او هيله يې وښوده، چې د تېرو کالونو په پرتله به د زيتونو حاصلات څو برابره لوړ وي.
د ننګرهار وادې کرنيز شرکت اړوند زيتونو فابريکه کې هر کال د زيتونو له پروسس څخه تېل او اچار توليديږي او د هېواد سربيره بهرنيو هېوادونو ته هم لېږل کيږي، چې هلته ښه بازار لري.
د زیتونو باغونو ته نه پاملرنه
په جلال اباد کې د زیتونو د ونو ګڼ باغونه او فارمونه شته، خو دې باغونو او فارمونو ته د نه پاملرنې له امله یې ځیني بوټي ختم او ځیني سخت زیانمن شوي دي.

د ننګرهار زیتونو یو باغ – د رسنیو دفتر

خلک نیوکه کوي چې دا ډول باغونه ځینې وخت د یو شمیر کسانو له خوا د خپلو سون توکو لپاره کارول کیږي او دولت ته یې ګټه نه رسي.
ترڅنګ یو شمیر داسې باغونه هم شته چې د زیتون دانې نه نیسي، خو یوازې لوی لوی باغونه یې ډک کړي دي، که دغه ډول لویو لویو باغونو د زیتونو میوه دارې ونې کینښول شي، نو دا به مرسته وکړي چې دا حاصل څو چنده لوړ شي.
شا او خوا یو نیم کال وړاندې خو دا حاصلات بیخي کم شوي ول، ځکه ۲۰۱۷ کال کې د زیتونو حاصلات ۶۰۰ ټنه ول، خو په ۲۰۱۸ کال کې دا حاصلات ۶۰ ټنو ته راښکته شوي ول چې دا ۹۰ شاته تګ په ډاګه کوي.
پخوا د زیتونو باغونو د خرابیدو ځیني لاملونه د سرې، اوبو او ونو نه کيچي کول او لپاره یې د ځانګړې بودجې نه ورکول ښودل شوي ول.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار کانال وادي شرکت چارواکو یاران ته ویلي ول چې ددوی اړوند ټولو ستونزو ته یې حل لارې پیدا کړي او لا یې هم حلوي او کوښښ کوي چې د کانال اړوند ټول کرنیز او زراعتي عواید لا لوړ او د ښې کوالیټۍ لرونکي کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي