مارچ 4, 2021

ننګرهار کې د اوړو یو میل ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه اوړه توليدوي

په ننګرهار کې د سباوون زبير په نوم د اوړو ميل د خپلو وطني غنمو څخه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه اوړه توليدوي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ددې ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د سباوون زبير په نوم د اوړو يو ميل د وطني غنمو څخه په هرو څلرويشتو ساعتونو کې شاوخوا سل ټنه اوړه توليدوي، چې د ختيځو ولايتونو سربېره د هېواد نورو ولايتونو ته هم لېږل کيږي.

د بهرنیو وارداتو کموالی
په ننګرهار کې د اوړو اتحاديې رئيس حاجي شريف الله عرب وايي، چې د دغه ميل په فعاليدو سره له تېر يو کال راهيسې يې ننګرهار ته له پاکستان څخه غنم او اوړه نه دي رالېږدول شوي؛ ځکه دغه ميل په کافي اندازه اوړه بازار ته عرضه کوي او اړتيا نشته، چې سوداګر له نورو ځايونو څخه اوړه را وارد کړي.
خلکو ته د کاروبار زمینه

نوموړی وايي:

«په دې ميل کې سل تنو ته د کاروبار زمينه برابره شوې او ورځ تر بلې يې کاري ساحه او توليداتو کې زياتوالی رامنځته کيږي.»

هغه د ننګرهار وادې کرنيز شرکت له مسئولينو غوښتنه وکړه، چې د دوی په ګُدامونو کې شته غنم پر دوی وپلوري تر څو له اوړه کولو وروسته يې بازار ته وړاندې کړي.
د اړتیا وړ اوړو پيرل
د اوړو اتحاديې رئيس ننګرهار مېشتو ته ډاډ ورکړ، چې په بازار کې به د اوړو کمی رامنځته نشي؛ خو غوښتنه يې وکړه، چې هېوادوال د خپلې اړتيا سره سم په بازار کې اوړه او نور توکي وپيري.
باکیفیته او ارازانه اوړه
په جلال اباد ښار کې د صفت الله او اسماعيل په نومونو د اوړو پرچون پلورونکو وويل، چې له ياد ميل څخه ورته په ښه کيفيت اوړه ورکول کيږي، چې د پاکستاني او نورو اوړو څخه يې کیفيت ښه او ارزان دی.

دوی هم ننګرهار مېشتو ته ډاډ ورکړ، چې ګُدامونو او هټيو کې په کافي اندازه اوړه شتون لري او هيڅوک دې د اوړو او نورو توکو د کمېدو او نرخونو لوړيدو اندېښنه نه کوي.
د رسنیو دفتر زیاتوي؛ په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د وقايوي تدابيرو نيول کېدو سره سم څو ورځې وړاندې د اوړو په ګډون د توکو بيې په غير قانوني ډول لوړې شوې وې، چې د ننګرهار والي په امر مسئولينو د توکو نرخونه کنترول کړل او اوس ټول توکي د تېر په څېر د ښاروالۍ د نرخنامې سره سم پلورل کيږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




لیکوالي په ټولنه کې څه ارزښت لري؟

لیکوال: شبانه پوپلزۍ - برخه : بریا او پرمختګ

لیکوال د یوې ټولنې له پاره څه ارزښت لري او زموږ لیکوالانو تر کومه حده خپله دنده اجرا کړې؟ لیکوال هغه څوک دی، چې د یوې ټولنې د بدلون لامل ګرځي. لیکوال د خپل قلم ... نور ولولئ