ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

تفریح ته د ښځو اړتیا او ننګرهار کې یې لپاره د مناسب ځای نشتون

لیکنه: الما افغان

خبره له دې پیلوم که د افغانستان نورو ولایتونو په خاص ډول کابل ته نظر وکړو، نو د مېرمنو د تفریح ځایونو لپاره يې ځانګړې توجه کړې، خو که ننګرهار ته پام وکړو دلته د میرمنو د نورو حقونو سربیره يې د تفریح حق هم خوړل شوی او په دې برخه کې میرمنو ته هیڅ ډول توجه نه کیږي.

۱. ولې دې برخې ته پام ندی شوی؟
په ننګرهار کې دوه مشخص ځایونه دي چې میرمنې باید د تفریح لپاره ورشي:

ډرونټه
هلته چې د نورو ولایتونو وګړي هم وخت ناوخت د تفریح لپاره ورځي او که میرمنې ډرونټې ته د تفریح په نیت ورځي، نو د نارینه وو اکثریت شتون به يې فکر د ارامتیا پرځای لاپسې خراب کړي او زړه به ښه نه کړي چې یاد ځای ته دې د بیا ځل لپاره چکر ته زړه ښه کړي، ځکه د نارینه وو ګڼه ګوڼه ډیره او میرمنو ته پکې د تفریح ځانګړې ساحه نه لیدل کیږي.

شیرزی لوبغالی
هغه ځای چې د میرمنو لپاره په اونۍ کې یواځې یوه ورځ د ورتګ اجازه شته او میرمنې کولای شي هلته یوه چهارشنبه او بله چهارشنبه د تفریح لپاره ورشي.

که څه هم یاد ځای د میرمنو د تفریح لپاره نسبت ښه ماحول دی، خو بیا هم میرمنې شکایت کوي چې په اوونۍ کې دې یوه ورځ په څو ورځو ورته بدله شي.

ددې لوبغالي ترڅیرمه څو ځلې د نامعلومه وسله والو لخوا د ځینو آشخاصو وژل کیدل او چاودنو د میرمنو د چکر مخه نیولې او د ځینو میرمنو په باور که پارک ته لاړې هم شي، نو د تفریح پرځای به يې فکر نا امنیو ګډوډ کړی وي.

خو تر ټولو غټ لامل یې د چارواکو بې غوري او نه پاملرنه ده چې څو په دې برخه کې توجه او کار وکړي او دا درک کړي چې میرمنې هم تفریح ته اړتیا لري.

۲. تنګ کورنی ماحول
په ښارونو کې میشت اوسیدونکي معمولاً اکثره یې وړوکی یا تنګ کورنی چاپیریال لري، مثلاً اکثره خلک په بیلاکونو کې اوسیږي، هلته له مشخصو کوټو نور هیڅ هم نه وي چې د انسان زړه په کې خوشحاله شي، نو دغسې مهال اړتیا ده چې باید بیرون یو ځانګړی محل ولري، څو وشي کولی ساعت په کې تیر او پام غلط کړي.

۳. تفریح ځای ته تګ میرمنو ته څه ګټې لري؟
ذهنې آرامتیا، د روهي فشار کموالی، د زړه سکون، خوښي او په ټوله کې ټولنیز کیدل هغه څه دي چې میرمنو ته د تفریح کولو په نتیجه کې منځته راځي.

لکه څنګه چې نارینه له کوره بهر د ژوند چارو لالهانده کړي همداسې میرمنې هم د کور چارې ستړې کوي او ضرورت پیدا کیږي چې میرمنې دې چکر ووهې.

نو د ښه صحت ، د مختلفو میرمنو سره د بلدتیا او له نورو د یوڅه زده کړه او تجربې هغه څه دي چې تاسو له چکر وروسته برخمن کیږئ. هڅه وکړئ د امکان ترحده هم خپله تفریح وکړئ او هم مو میرمنو ته د تفریح حق ورکړئ.

هیله ده هم حکومت دې برخې ته پاملرنه وکړي او هم تر څنګ زموږ ملي تاجران په دې برخه کې په ځانګړو پارکونو او تفریح ځایونو پانګونه وکړي، څو هم خلکو ته د کاروبار زمینه برابره شي او هم میرمنې د تفریح یوه موقعه ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده